دخپریدو نیټه :يکشنبه ۹ قوس ۱۳۹۳ ساعت ۱۴:۵۹
د مطلب کود : 103117
دحضرت امام موسی کاظم علیه السلام نیکمرغه زوکړه دې پرټولو مبارک وي

  دحضرت امام موسی کاظم علیه السلام دنیکمرغه زوکړې دکلیزې په شپه په درستې نړۍ په تیره بیا په اسلامی ایران کې ددغه لوي امام بزرګوار  د زوکړې په شپه  دحضرت امام رضا علیه السلام په سپيڅلي حرم  ،بې بی معصومه  حرم ، دحضرت امام خمیني  او شاه عبدالعظیم حرم کې  ځانګړې دستورې جوړې شوي او  دغه راز  په نورو ځایونو کې هم خلکو دخوشالۍ دستورې جوړې کړې  او ویناوالو  داهل بیت علیهم السلام   پرسیرت او ځانګړنو رڼا واچوله او اهل بیت علیهم السلام مینه والو هم دپاکو اهل بیتو له سیرته خپل زړونه خړوبه کړل.
دتهران دپښتو خپرونې ټول کارکونکي هم په دې نیکمرغه ورځ  داهل بیت علیهم السلام ټولو مینه والو ته دزړه له کومې مبارکي وائي.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcizpazyt1auz2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته