د راپورونو له مخې، ډیورنډ کرښې ته څېرمه د وسله والو په برید کې د پاکستان پوځ دوه سرتیري وژل شوي.
پیښه تیره ورځ د ډیورڼد کرښې ته څېرمه د پاکستان په باجور سیمه کې رامنځته شوې ده او په ترڅ کې یې د پاکستان پوځ څلور سرتیري ټپیان هم شوي دي.
د پاکستان تحریک طالبان د دغه برید مسئولیت په غاړه اخیستی دی.
د پاکستاني طالبانو له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې د پاکستان پوځ پر سرتیرو برید هغه مهال پیل شوه کله چې دوی غوښتل د ډیورنډ کرښه په اوږدو کې اغزن تار ولګوي.
د پاکستان پوځ د رسنیو دفتر په یوه بیان کې لیکلي، چې پر پوځیانو وسله وال برید د افغانستان له خاورې څخه ترسره شوي او په ترڅ کې د پاکستان پوځ یوه کپټان او یوه سرتیري وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د پاکستان پوځیان په ځوابیه برید کې تر ۱۰ وسله وال وژل شوي دي.
د پاکستان پوځ په په لېږل شوې خبرپاڼه کې د وژل شويو سرتېرو نومونه “تورن جونېد حفیظ ” او “سرتېری رحم” ښودل شوي.
دا په داسې حال کې ده چې پاکستاني پوځیانو له څو میاشتو راهیسې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د اغزن تار او کټارو لګولو په کار بوخت دي.
پاکستاني چارواکي وایي، له افغانستان سره د پولې په هغو سیمو کې تر ۲۰۱۸ میلادي کال پورې کتاړې او اغزن تار په بشپړ ډول ولګول شي چې د ترهګرو د تګ راتګ لپاره مهم ګڼل کیږي.
سرچینه: خامه پرس