دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۹ حمل ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۳۵
د مطلب کود : 139910
جمهوررئیس غني د فاریاب ولایت له مشرانو سره وکتل
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن مازیګر د فاریاب ولایت له یو شمېر مشرانو او استازو سره وکتل.
دغه کتنه چې په ارګ کې وشوه، په پيل کې د ولسي جرګې غړي قدرت‌الله ذکي او سردارمحمد رحمان‌اوغلي د خلکو ژوند په ځانګړي ډول د فاریاب ولایت خلکو ته د جمهوررئیس له پاملرنې مننه وکړه.
هغوی په بېلابېلو برخو کې د حکومت له برنامو څخه د ملاتړ تر څنګ وویل، موږ نن راغلي یوو چې د اقتصادي او پراختیايي برنامو په خاطر جمهوررئیس ته د فاریاب ولایت د خلکو نیکې هیلې او قدردانۍ وړاندې کړو.
سردارمحمد رحمان‌اوغلي وویل، ستاسو مدبرانه هڅې د دې لامل شوي دي چې په زیاتو برخو کې لاسته راوړنې ولرو، په ځانګړي ډول فساد سره مبارزه کې چې له امله یې پر فساد ککړو هېوادونو په درجه بندۍ کې د افغانستان په رتبه کې مثبت تغییر راغلی دی.
ښاغلي رحمان‌اوغلي د شهیدانو په ځانګړي ډول د شهید جوزجاني او شهید صفري کورنیو ته د جمهوررئیس له پاملرنې مننه وکړه او د دغو شهیدانو د کورنیو نیکې هیلې او سلامونه یې هغه ته وړاندې کړل.
رحمان اوغلي وویل، د شهید صفري ټولنیز مقام ته په پام د خلکو غوښتنه داده چې په پارلمان کې دې د هغه څوکۍ تشه پاتې نشي چې له دې سره به یې ټولنیز مقام خوندي پاتي شی.
جمهوررئیس غني د هغوی د خبرو له اورېدو وروسته شهید جوزجاني او شهید صفري په نیکۍ یاد کړل او ټینګار یې وکړ چې د شهید صفري د څوکۍ په اړه دې ارزونه وشي.
جمهوررئیس وویل، له امنیتي پلوه د فاریاب ولایت اوسنی وضعیت د قناعت وړ نه دی. هغه د فاریاب ولایت له مشرانو وغوښتل چې یوه څرګنده ارزونه او اجماع ولري چې له مخې يې حکومت وکولای شي په بېلابېلو برخو کې د امنیت د ټینګښت او اقتصادي ودې لپاره بنیادي کارونه وکړي.
محمداشرف غني وویل، له منځنۍ اسیا هېوادونو سره زموږ اقتصادي او سوداګریزو سیاستونو ته په پام به د هېواد په شمال کې د ولایتونو وضعیت مخ په ښه کېدو شي.
جمهوررئیس د دغې کتنې په پای کې څرګنده کړه، چې په شمال کې د امنیتي پلوه له ولایتونو څخه هر اړخیزه ارزونه لرو او د اسیب پذیره ولایتونو د امنیت تامین د حکومت د لومړیتوبونو برخه ده.
ارگ ریاست جمهوری
https://avapress.com/vdciz3azut1ap32.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته