دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۰ سنبله ۱۳۹۶ ساعت ۰۰:۴۸
د مطلب کود : 149612
د برما په شان وژنی د تخار د چاه آب کی جریان لری
د تخار ولایت سناتور ادعا کوی چی د لسو ورځو راهیسی د تخار ولایت د چاه آب کی وژنی روانی دی او دا سیمه د هغه په وینا د سوریه حلب ته اوښتۍ دی.

 

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، افضل شامل، د تخار ولایت سناتور د سنا مجلس ننۍ ناسته کی د حکومت بی توجهی څخه په دی برخه کی سخت نیوکی وکړی او وویل چی سربیره پردی چی حقیقت څیړونکی کمیسیون خپل کارنتیجه حکومت ته سپارلی دی، خو حکومت د هغه څخه سترګی پټوی.

ښاغلی شامل، د فردی نوم نه اخیستو سربیره وویل: د یو شخص د نه خفه کیدو لپاره، تراوسه ۱۲۵ تنه د تخار چاه آب کی د قاچاقچیانو له لوری او مسلح غیری مسوول کسانو له لوری په شهادت رسیدلی دی.

هغه په دی بیان سره چی دولت کوم پوښتنه نه کوی چی څوک یی ووژل، خبرداری ورکړ: که دولت رسیدګی ونه کړی، موږ به هم یو کار ته مجبوره کیږو.

په همدی حال کی فضل هادی مسلمیار د سنا مجلس مشر وایی چی هغه د چاه آب ولسوالی خلګو سره لیدنه کړی دی او د هغه په وینا، خلګ حکایت کوی، د برما مشکل په دی ولسوالی کی هم شتون لری.

ښاغلی مسلمیار زیاته کړه: په دی ځای کی هم د برما مشکل سته. په همدی شکل ښځی، کوچنیان، سپین ږیری او ځوانان په دی ولسوالی کی په شهادت رسیږی.

مسلمیار زیاته کړه چی هغه دا موضوع د ولسمشر غنی سره په جدی توګه مطرح کوی او که هغه توان یی ونه رسیدل نو د ناتو څخه به د قاتل نیونی غوښتنه وکړی.

 

https://avapress.com/vdciz3azrt1a5q2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته