دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۷ حوت ۱۳۹۵ ساعت ۱۱:۵۳
د مطلب کود : 139019
په ننګرهار کې د داعش پر ضد پیل شوي عملیات پای ته رسیدلي
د ننګرهار په کوټ او هسکه مېنه ولسوالیو کې د داعش پر ضد عملیات پای ته رسیدلي دي.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژآنس د خبرله مخی، شل ورځې وړاندې افغان ځواکونو په کوټ او هسکه مېنه ولسوالیو کې د داعش پرضد عملیات پيل کړل او مسولینو ویلي وه، چې عملیات به د داعش تر بشپړې ماتې روان وي؛ خو د یکشنبې په سهار د داعش ضد عملیات پای ته ورسیدل. د ننګرهار د امنیه قومندانۍ ویاند حضرت حسین مشریقوال وايي، په دې عملیاتو کې د داعش یو سل و پېنځه ویشت جنګیالي وژل شوي او یوپنځوس ټيان دي.
هغه زیاتوي، په دې عملیاتو کې دولس کلي هم له داعش پاک شوي دي.
د نوموړي په وینا؛ په دې عملیاتو کې ټول پېنځه ویشت سرتېري هم وژل شوي او دولس ټپيان دي. دغه راز سلګونه کورنۍ له خپلو مېنو کډه شوي او لسګونه کورونه، ښوونځي او روغتونونه هم په نښتو کې ویجاړشويدي.
د یادو ولسوالیو اوسیدونکیو په ډاګه کړې، چې په دې عملیاتو کې په ډېر تکلیف سرتېري د داعش اصلي مرکزونو ته ورنږدې شول؛ خو مسوولینو یې ورته د بېرته شاه تګ امر وکړ او عملیات یې په نیمګړي حالت کې پای ته ورسول.
دوی زیاتوي، پاکو شویو سیمو کې یې هم پوستې جوړې نه کړې او ډېر ژر به ورته بېرته داعش راشي.
دا، چې ولې په ځینو پاکو شویو سیمو کې د بېرته ساتنې په موخه پوستې جوړې نه شوې؟
ولې عملیات په نیمګړي حالت کې پای ته ورسول شول؟
ولې د داعش مرکزونه له منځه یو نه وړل شول او بیا پلان څه دی؟
دا هغه پوښتنې دي، چې اړوند مسوولینو ورته تر دې دمه له ځواب ورکولو ډډه کړې ده.
له دې وړاندې هم په یادو ولسوالیو کې د داعش پر ضد عملیات په ورته نیمګړي حالت کې پای ته رسول شوي وه.
مسوولین په دې عملیاتو کې د سلګونه داعیشانو د وژلو او لسکونه کلیو د پاکولو ادعا کوي؛ خو ځايي خلک عملیات ناکام بولي او وايي سرتېري د داعش د مرکزونو په له منځه وړلو کې بریالي نه شول.
دا په داسې حال کې ده، چېد یکشنبې په ورځ داعش د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ له دوه تنکیو ملکي ځوانانو سرونه پرې کړي دي.
https://avapress.com/vdciz3az3t1apu2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته