نن د جمعې په ورځ په جنوبي وزیرستان کې د واڼه سټیډیم سره د پاکستان د پوځ یوه الوتکه غورځېدلې چې له امله یې د پوځي چارواکو په وینا درې تنه پوځیان ټپيان شوي دي.
اکسپریس ټربیون وېبپاڼې د یوه جګپوړي پوځي چارواکي په حواله ویلي چې د الوتکې نوعیت «موشاک» ده، د واڼه څخه کوهاټ ته پر لاره وه چې د یادې پيښې سره مخ شوه.
سرچینې ویلي چې ټپي شوي پوځیان ډګرمن مراد، جګړن ناصر ترین او جګړن شاهد نومیږي.
د پيښې وروسته امنیتي ځواکونو سیمه کلابنده کړې او د الوتکې د پاتو شونو په را ټولو بوخته ده.