دخپریدو نیټه :شنبه ۴ میزان ۱۳۹۴ ساعت ۱۲:۳۵
د مطلب کود : 116771
افغان حکومت د بې کیفیته دوا د له منځه وړلو لپاره له معتبرو شرکتونو درمل اخلي
د افغانستان حکومت غواړي چې د بې کیفیته دوا د له منځه وړلو لپاره له معتبرو شرکتونو درمل واخلي .

ولسمشرمحمد اشرف غني، پرون [جمعه ] په کابل کې د یو شمېر روغتونونو له ډاکترانو او کارکونکو سره په کتنه کې وویل چې له هنده د ښو درملو د واردولو د چارو مسئولیت یې یوې کاري ډلې ته سپارلی دی.

د ارګ د خبرپاڼې په حواله، ولسمشرغني باورلري چې د مسلکي طبي کارکونکو کموالی، بې کیفیته درمل، د روغتونونو ناسم مدیریت او د روغتونونو د کار د څارنې کمزورتیا داسې [خبیثه] کړۍ جوړه کړې چې د دې هیواد روغتیايي سیسټم یې ځپلی دی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdciyqazzt1azy2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته