دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۳ دلو ۱۳۹۳ ساعت ۱۳:۵۶
د مطلب کود : 106772
امریکا دداعش ترهګرې ډلې مالي او وسله وال ملاتړ کوي .
دعراق د پارلمان ددفاعي او امنیتي کمیسیون مشر له داعش ترهګرې ډلې د امریکا دملاتړ په باره کښې د باوري سندونو دشتون خبر ورکړ .
العالم ټیلي ویژن راپور ورکړ د عراق د پارلمان ددفاعي او امنیتي کمیسیون مشر حاکم الزاملي له الاتجاه ټيلي ويژن سره په مر که کښې وویل داسې باوري پاخه ثبوته شته چې ښي امریکا او دهغې ملګري هیوادونه په خپلو الوتکو سره دداعش ترهګرې ډلې وسلې او خوراکي شیان تامینوي او دداعش ډلې ترکنټرول لاندې سیمو کښې دغه ډلې ته خوراکي مواد دالوتکو له لارې رسوي .
هغه وویل دعراق دپارلمان د دفاعي او امنیتي کمیسیون له داعش څخه د امریکا او دهغې دملاتړو د ملاتړ په باره کښې د یوه راپور د برابرولو یوه (۱)کمیټه جوړه کړي ده .
هغه وویل دغه کمیسیون دعراق له حکومته غوښتي چې ملګري ملتونه له داعش ډلې څخه دامریکا او دهغې د متحدو هیوادونو دملاتړ له موضوع خبر کړي .
د ویلوده چې امریکا په عراق او سوریې کښې له داعش ډلې سره مالي او پوځي مرستې کوي او دغه ډلې ته دالوتکو په وسیله خوراکي مواد او وسلې هم رسوي .
داعش وهابي تکفیري ترهګره ډله سعودي عربستان ، امریکا، قطر، متحده عربي اماراتو، ترکیې ، اردن ، اسرایلو ، انګلستان ،فرانسې او ځینو نورو عربو اواروپاي هیوادونو په ګډه جوړه کړي ده .
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdciyqazrt1auy2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته