دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۷ ثور ۱۳۹۵ ساعت ۱۰:۱۵
د مطلب کود : 126374
هلمند مدني ټولنې ولسمشر ته شوی سپکاوی وغانده

د دغې ټولنې يو شمېر غړيو د يوې ناستې پر مهال ولسمشر ته وروستی سپکاوی وغانده او دا يې د ټول ملت سپکاوی وباله.

د هلمند مدني ټولنې مشر سردار محمد همدرد وويل، يو شمېر متعصبې کړۍ شته چې په لوی لاس د ولسمشر د طرحو پلي کولو ته خنډونه جوړوي.

هغه وايي، دغه خلک له همدې لارې غواړي ولسمشر او ټول ملت ته سپکاوی وکړي.

د هلمند مدني ټولنې غړيو په لندن کې ولسمشر ته شوی وروستی سپکاوه کلک وغانده او له دولت يې وغوښتل چې اعتراض کوونکو سره دې له دې امله قانوني چلند وکړي ترڅو بل وخت داسې کړنې تکرار نه شي.

د دې ټولنې غړي وخت نا وخت د حکومت پر يو شمېر کړنو نيوکې هم کوي، خو وايي چې د مشرانو سپکاوی ورته د زغم وړ نه دی.

ولسمشر ته په لندن کې د يو هزاره توکم لخوا هغه وخت سپکاوی وشو چې نوموړي د ټوټاپ د پروژې په اړه خبرې کولې.

هغه ته وروستي سپکاوي پر کور دننه او بهر پراخ غبرګونونه راوپارول، ان ولسي جرګې پرون په دې اړه ناسته هم جوړه کړې وه او د ولسمشر سپکاوی يې د ټول افغان ملت سپکاوی ياد کړ.


https://avapress.com/vdciyqaz5t1arp2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته