د افغانستان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو په ګډو تعرضې او تهاجمي عملیاتو کې چې د خلکو د ځان او مال د ساتلو او د ترهګرو د له منځه وړلو په موخه په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په بیلابیلو سیمو کې ترسره شول، د ۱۳ تنو داعشیانو او د طالبانو د یو تن قوماندان په شمول ۵۰ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي ، ۲۶ تنه ټپیان او ۱۲تنه نیول شوي دي .
دغه ګډ عملیات چې د پیاده ځواکونو لخوا د توپچي اوهوایي قوتونو په ملاتړ د ننګرهار،لغمان، کاپیسا ، غزني، لوګر ، خوست ، ارزګان، زابل هرات،فراه ، فاریاب بغلان ، کندز ، سرپل او هلمند په ولایتونو کې تر سره شوي په پایله کې يې د دغزني ولایت د ګیرو او مرکز اړوند نوغي په سیمه کې ۲۲ تنه طالب ترهګر وژل شوي ، ۱۳ تنه ټپیان او ۹ کړۍبوشکه یي ماینونه له منځه وړل شوي ، د ننګرهار ولایت د چپر هار و هسکه مینې په ولسوالیو کې د داعشیانو د یو تن سیمه ایز قوماندان مولوی جلال په شمول ۱۳ تنه داعشیان وژل شوي ، د کندز ولایت د چهار درې په ولسوالۍ کې ۵ تنه ترهګر وژل شوي ، ۵ تنه ټپیان ، ۲ پټڼځایونه له منځه وړل شوي او یو شمیر وسلې او مهمات لاسته راغلي او د لغمان ولایت د علینګار ولسوالۍ د لکندو ، پهلوان ، سید کلا ، ګل آباد او تماسیانو په کلیو کې د طالبانو د یو تن سیمه ایز قوماندان محب الله په ګډون ۴ تنه ترهګر وژل شوي او یو تن ټپي شوی دی .
همدا راز په یادو عملیاتو کې د د ارزګان ولایت مرکز اړوند ساګي غره په سیمه کې ۳ تنه ترهګر وژل شوي ، یو شمیر پټنځایونه او وسلې او مهمات له مڼځه وړل شوي ، د زابل ولایت د دایچوپان او ارغنداب په ولسوالیو کې ۳ تنه ترهګر وژل شوي ، ۵ تنه ټپیان او یوموټر سایکل له منځه وړل شوی ، د سرپل ولایت د صیاد په ولسوالۍ کې ۲ تنه ترهګر ټپیان شوي ، د خوست ولایت د اسپیرې په ولسوالۍ کې ۱۲ تنه له ۴۰ میله ډول ډول وسلو او ۳ موټر سایکلونو سره نیول شوي او د کاپیسا ولایت د تګاب په ولسوالۍ کې ۲ بورۍ د ماین جوړولو توکي او ۱۳ کړۍ ماینونه له منځه وړل شوي دي .
په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۱چاڼیز او ۱۲خاص کماندویي عملیات د هیواد په ۱۱ولایتونو کې په لاره اچول شوي، د افغانستان هوایي ځواکونو ۹۰پروازونه د ملي اردو د ځواکونو د ملاتړ په موخه کړي او ۷ هوایي ضربې د دښمن په پټنځایونو شوي دي.
ملي اردو د هیواد د دفاعي ځواک په توګه، په ټول قوت سره حاضر دی چې د خلکو د امنیت او هوساينې لپاره هر ډول قربانې ورکړي. ملي اردو د تروریستانو د ځپلو لپاره قوي عزم او اراده لري.