دخپریدو نیټه :جمعه ۲۹ ثور ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۳۷
د مطلب کود : 143177
جمهور رئیس غني د یکاولنګ ــ دره صوف سړک جوړولو کار پرانیست
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د یکاولنګ ـ دره صوف سړک د کار د پرانیستې په موخه بامیانو ولایت ته سفر وکړ او د دې پروژې کار یې رسماً پرانیست.
جمهور رئیس غني ته د بامیانو په یکاولنګ ولسوالۍ کې د دې پروژې د پرانیستې پر مهال یوه ډله زدکونکو د ملي ترانو په ویلو سره ښه راغلاست ووایه.
وروسته، جمهور رئیس چې د بامیانو والي یې ملتیا کوله، د بامیانو له مشرانو، متنفذینو، د ولایتي شورا غړو او د دغه ولایت له خلکو سره روغبړ وکړ.
په هغو مراسمو کې چې په همدې موخه ترسره شول، د بامیانو والي محمدطاهر زهېر جمهوررئیس او ورسره پلاوي ته د ښه راغلاست پر مهال وویل: لرغوني بامیانو ته په راتګ سره مو دا ثابته کړه چې مرکزي سیمو ته ارزښت ورکوئ او نن به د دې لویې ترانزیټي پروژې په پرانیستې سره د مرکزي سیمو زړه پرانېستل شي.
هغه وویل، د بامیانو خلک د ملي برنامو او پروژو ملاتړ کوي او نن د یکاولنګ ـ دره صوف سړک په پرانیستې سره د حکومت په اړه لا ډېر اعتماد او باور رامنځته شوی دی.
د بامیانو والي څرګنده کړه، په دې مراسمو کې د خلکو پراخ ګډون، له تاسو او د حکومت له برنامو څخه ملاتړ څرګندوي. د فواید عامې وزیر انجنیر محمود بلیغ هم وویل، نن د مرکزي سیمو خلکو لپاره د حکومت ژمنه تحقق مومي او د دې مهمې ترانسپورټي پروژې په تطبیق سره د مرکزي سیمو قفل پرانیستل کېږي.
هغه زیاته کړه، دا سړک د سمنګان ولایت دره صوف ولسوالۍ څخه پیل او د بامیانو ولایت تر یکاولنګ ولسوالۍ پورې غځېږي چې اوږدوالی یې ۷۸ ۱کیلو متره دی او ټول لګښت یې ۲۱۳.۸ میلیون ډالر دی چې اسیايي پراختیایي بانک یې ورکوي او (CBRC) چینایي شرکت به یې د درېیو کلونو په موده کې په اساسي شکل جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپاري.
دغه راز، د فواید عامې وزیر په مرکزي سیمو کې د نورو زیربنایي پروژو د پلي کېدو خبر هم ورکړ او وې ویل، د دوشي ـ بامیان او ګردن دېوال پر سړک هم کار روان دی. هغه زیاته کړه، د یکاولنګ ـ دره صوف پروژې په تطبیق سره به بامیان د هېواد د ترانزیټ پر څلور لارې بدل شي، دغه راز د ختیځ او لویدیځ دهلېز کار هم په روان کال کې له هراته پیلېږي.
د جمهور رئیس دویم مرستیال محمد سرور دانش هم په دې مراسمو کې خبرې وکړې او د بامیانو او مرکزي سیمو اوسېدونکو ته یې د یکاولنګ ـ بامیان سړک د جوړېدو کار د پیل مبارکي وویله. هغه زیاته کړه، حکومت تراوسه په بېلابېلو برخو په ځانګړې توګه په مرکزي سیمو کې لویې پروژې تطبیق کړې دي.
د جمهور رئیس دویم مرستیال د بامیانو ولایت روغتون د جوړېدو او پرانیستې یادونه وکړه چې په دې وروستیو کې په دغه ولایت کې ګټه اخېستنې ته وسپارل شو او د هغه په وینا، د هېواد په کچه کم ‎نظیره دی. هغه په بامیانو او مرکزي سیمو کې د بنسټیزو او پراختیایي کارونو پرمختګ د حکومت د مشرتابه په ځانګړې توګه د جمهور رئیس د هڅو پایله وبلله. د جمهورئیس دویم مرستیال څرګنده کړه، بامیان د هوايي ډګر او پاخه سړک له لارې د هېواد له مرکز سره وصل دی او دا پروژه چې نن پرانیستل کېږي، د مرکزي سیمو زړه دی چې دا ولایتونه له جنوب او شمال سره وصلوي.
هغه د ختیځ او لوېدیځ دهلیز بااهمیته وګاڼه او وې ویل، د ګردن دېوال سړک له لارې به ټولو هېوادوالو ته د سوداګرۍ او ترانسپورټ د ودې او انکشاف زمینه برابره شي. د جمهورئیس دویم مرستیال دا پروژه د دې هېواد د خلکو د توسعې او فزیکي او معنوي پیوند شاه‎رګ وباله.
محمد سروردانش زیاته کړه، په ټول هېواد کې د بنسټیزو او انکشافي پروژو په تطبیق سره به د مرکزي سیمو په ګډون متوازن انکشاف تامین شي.
هغه زیاته کړه چې په مرکزې سیمو کې د ۲۲۰ کیلو ولټه برېښنا پروژې کار ډېر ژر پیلېږي او دغه راز د پوهنې‎، لوړو زده‎کړو، کرنې او تعمیر جوړونې (ساختمان سازي) پروژې تر کار لاندې دي.
د جمهوررئیس دوهم مرستیال زیاته کړه چې د ستونزو او ننګونو سره سره حکومت په ټولو برخو کې د پلان جوړونې په حال کې دی، تر څو د هېواد په ځانګړي ډول د مرکزي سیمو بڼه تغییر وکړي.
هغه په تېرو دوه نیمو کالو کې د حکومت لاسته راوړنې وستایلې او وې ویل، حکومت د اقتصاد او پانګونې په برخه کې د خصوصي سکتور له لارې، د مواصلاتي او ترانزیټي لارو د پراختیا له کبله ډېرې لاسته راوړنې لري.
دانش یادونه وکړه، د شته ستونزو حل به کلونه وخت ونیسي او باید د حل لارو او د خلکو غوښتنو او اړتیاو ته د رسېدو په خاطر ډېر فرصتونه ورکړل شي. هغه زیاته کړه چې حکومت په عمل کې واضح ژمنه او صداقت لري او د اجتماعي عدالت د تامین لپاره متعهد دي.
نوموړي همدارنګه ځوانانو ته د کارموندنې په اړه ټینګار وکړ، وې ویل: حکومت هڅه کوي چې متخصص ځوانان په کار وګماري، خو د ټولو ځوانانو د منلو ظرفیت نشتوالی یو له محدودیتونو څخه دی. د جمهوررئیس دویم مرستیال د استخدام په برخه کې د شفافیت په تامین ټینګار وکړ او وې ویل یواځې د معیاري حاکمیت، شفافیت او عادلانه مشارکت له لارې دېته رسېدلی شو.
سرور دانش وویل، د افغانستان دښمنان هڅه کوي چې ملي پیوندونه کمزوري او تفرقه رامنځ ته کړي، نو د ټولو لپاره لازمه ده چې دا ډول حالت درک کړي، خو هغه څه چې موږ پیاوړي کوي هغه زموږ د ملي وحدت غښتلتیا ده.
هغه بامیان توریستي او سیاحتي ولایت وباله او د دې ولایت له محلي مسئولینو څخه یې وغوښتل چې د بامیانو ولایت د تاریخي او فرهنګي اثارو ساتنې او پالنې ته پام وکړي او د ماسټر پلان مطابق د اړوندو وزارتونو له سکتورونو سره په همغږۍ، کار وکړي.
د جمهوررئیس دویم مرستیال بامیانو ولایت کې د لوړو زده‎کړو د تقويې په برخه کې ډاډ ورکړ چې د جمهوررئیس د حکم پر بنسټ د بامیانو پوهنتون کې د شرعیاتو او جعفري فقهې څانګې په نظر کې نیول شوي او په راتلونکو کلونو کې نورې څانګې هم ورزیاتېږي.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورئیس محمداشرف غني دغو مراسمو ته د وینا پرمهال د مرکزي سیمو خلکو په ځانګړي ډول د بامیانو اوسېدونکو ته د یکاولنګ-دره صوف سړک د کار د پرانیستې مبارکي وویله او زیاته یې کړه: نن موږ د یوه نه راستنېدونکي بدلون شاهدان یوو.
جمهورئیس غني څرګنده کړه د دې پروژې په پلي کېدو سره به د مرکزي سیمو نورې برخې د غرونو او طبیعت پورې تړلې نه وي او د نن ورځې تحول، لسیزې او سلیزې راتلونکو نسلونو ته ګټه رسوي.
جمهورئیس زیاته کړه، د مرکزې سیمو خلکو د تېرو شپېتو کالوغوښتنې به تر راتلونکو درې کالو پورې عملي او ګټه اخیستنې ته وسپارل شي. هغه وویل، زموږ ژمنې خبرې نه بلکې عمل دی او تاریخ به په دې برخه کې قضاوت وکړي جمهورئیس یکاولنګ-دره صوف پروژه ملي او د افغانستان د ټولو خلکو شریکه وګڼله، وې ویل چې د دې پروژې په عملي کېدو سره نه یواځې د مرکزي سیمو شریانونه خلاصېږي، بلکې مرکزي ولایتونه به په متحرک زړه بدل شي.
جمهورئیس غني زیاته کړه، د ملي یووالي شهید استاد مزاري ډېر امیدونه لرل چې نن یې یوه لویه ارزو تحقق مومي.
جمهورئیس د بامیانو ولایت د بېلابېلو اقشارو د تود هرکلي مننه وکړه او وې ویل، دا پروژه د مرکزي سیمو د اوسېدونکو ژوند کې بدلون رامنځته کوي. هغه زیاته کړه، موږ ستاسې غوښتنو ته درناوی لرو او ویاړم چې د دغسې ستر ملت متعلق یم.
د هېواد جمهورئیس دې ته په اشارې چې د بامیانو ولایت خلکو شهامت، سرښندنې او صبر بې سارې دی وویل ډېر ژر به ۲۲۰ کیلو ولټه برېښنا دا ولایت روښانه کړي. د بامیانو ولایت خلک له فکري پلوه روښانه دي او د برېښنایي انرژي په تامین سره به یې کورونه هم روښانه شي.
محمداشرف غني څرګنده کړه چې حکومت د تاریخي اثارو په ساتنه او مرمت کار کوي او بامیان چې د ډېرو تاریخي اثارو لرونکی دی، په دې کې شامل دی.
هغه وویل ،ټول پخواني دولتونه د مرکزې سیمو د اوسېدونکوپوروړي دي، خو نن ورځ موږ د دې پروژې د لومړۍ برخې په پرانیستې سره لومړی قسط تادیه کړ او نور قسطونه به د راتلونکو پروژو په پلي کولو سره هم ورکړو. جمهورئیس وویل زموږ نیت او اراده پاکه ده او خلکو ته له خدمت او صداقت پرته، بله اراده نه لرو. جمهورئیس غني وویل، دغه چینایي کمپني چې د دې سړک د جوړولو چارې په غاړه لري، په چین کې سترې پروژې سرته رسولي او موږ له دې کمپنۍ څخه د دې پروژې د بریالي ترسره کېدو تعهد اخیستی دی.
هغه زیاته کړه، دولت خلکو ته حساب ورکوونکی دی او موږ باید د خلکو د مشروع هېلو او غوښتنو پوره کولو ته د همت ملا وتړو.

جمهورئیس د خپلو خبرو په پای کې د بامیانو ولایت له خلکو او د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه چې د یاد ولایت د امنیت د تامین په برخه کې له یو بل سره یې همکاري کړې ده، قدرداني وکړه. د دې مراسمو په پای کې جمهوررئیس غني د بند امیر ملي پارک ته چې د بامیانو ولایت یوه توریستي او سیاحتي سیمه ده ولاړ او له هغې یې کتنه وکړه.
د ویلو ده چې د هېواد مرکزي سیمو کې د یکاولنګ- دره صوف سرک جوړولو کار او پروژو ډیزاین د ۱۸۰ کیلو متره، یکاولنګ – کندهار سرک ۵۵۰ کیلو متره، دوشي-بامیان سرک ۱۵۲ کیلو متره، ګردن دېوال سرک په څو برخو کې ۴۰ او ۶۰ کیلو متره، میدان- بامیانو سرک، نیلي ورس- پنجاب سرک، قره باغ – جاغوري سرک، جلریز-سنګلاخ سرک، اسپیلان-میرامور سرک او د نیلي ښار داخلي سرکونه تر لاس لاندې دي.
https://avapress.com/vdciypazyt1a5z2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته