دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۱ جوزا ۱۳۹۶ ساعت ۱۸:۴۲
د مطلب کود : 144572
د کابل چهارشنبه تروریستی برید خصوصی سکتور ته سخت مالی زیانونه واړول
د خصوصی سکتور نمایندګان نن د ولسمشر لیدنی ته ولاړ او د کابل د چهارشنبه تروریستی برید څخه منځته راغلی زیانونه په اړه هغه ته وویل او د دولت او مالی مرستو غوښتونکی سو.
په دی کتنه کی خصوصی سکتور د ولسمشر غنی د توجه څخه و خصوصی سکتور ته مننه وکړه.
د خصوصی سکتور په نمایندګی خانجان الکوزی خبری وکړی او وویل چی په دی برید کی د هیوادوالو قربانی ترڅنګ پانګوالو متشبثینو ته ۳۰ میلیونه ډالره زیان اوښتی دی.
ښاغلی الکوزی د خیمو دروونکو څخه هم نیوکه وکړه او وویل چی د خپل ځان حق لاسته راوړلو په خاطر د نور حق نه سو تر پښو کولای او وویل چی ددی معترضینو خیمو له امله هر ورځ دوه میلیونه ډالره خلګو ته زیان رسیږی.
د ویناوالو د څرګندونو وروسته د هیواد ولسمشر د قربانیانو کورنیو ته د تسلیت ترڅنګ وویل چی دا برید په حقیقت کی د هیواد پر اقتصاد باندی برید وو او وویل چی حکومت به هڅه وکړی چی د هیواد پانکوالو ته چی کوم زیانونه اوښتۍ دی، ورته د حل لاری ولټوی.
https://avapress.com/vdciy5azrt1a5w2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته