دخپریدو نیټه :شنبه ۵ حمل ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۱۲
د مطلب کود : 139677
د امنیتي ځواکونو ترمنځ د فساد په اړه د جان ساپکو څرګندونې
اداري فساد او د مشرتابه کمزورتیا تر اوسه هم د افغانستان امنیتي ځواکونو په وړاندې جدي ستونزه ده.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژآنس د خبرله مخی، د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکامتحده ایالاتونو ځانګړی څېړونکی جان ساپکو د دغه هېواد د دوک په پوهنتون کې د وینا پرمهال د افغانستان د پوځ جنرالان تر ټولو فاسد کسان وبلل.
هغه وویل:«له کومې پوښتنې پرته په افغانستان کې دوه اصلي ستونزې اداري فساد او د افغان امنیتي ځواکونو د وړتیا نشتوالی او ځینې وختونه دغه دوه ستونزې له یو بل سره موازي په مخ ځي.
هغه زیاته کړه:« د افغانستان د پوځ قومندانان د خپلو سرتېرو د ډوډۍ پیسې غلا کوي. موږ له یوه داستان څخه وروسته بل داستان اورو چې دا قومندانان تیل او وسلې هم پټوي او په طالبانو یې پلوري. دا د خندا وړ ده چې د ترهګرو د اکمالاتو په پای کې دوی لاس وي.»
هغه همدارنګه د خیالي عسکرو په اړه هم خبرې وکړې او وې ویل چې د خیالي سرتېرو معاشونه د لوړ پوړو قومندانانو جېبونو ته لوېږي.
ښاغلي ساپکو زیاته کړه:«خیالي عسکر شتون لري،دا تا چې د معاشونو په نوملړ کې د هغوی نومونه اضافه شوي دي او یا دا چې هېڅکله د معاشونو له نوملړ څخه حذف شوي نه دي او د هغوی معاشونه د لوړپوړو قومندانانو جېبونو ته لوېږي.کله چې پوځي قومندانان دا شان کړنه کوي،نو د تعجب ځای نه دی چې ۷۵ سلنه افغان امنیتي ځواکونه د خپلو معاشونو لپاره دندې پرېږدي.»
ساپکو څرګنده کړه:«په افغانستان کې د پرېکنده ملاتړ مأموریت قومندان جنرال جان نېکلسون دم‎ګړۍ هڅه کوي چې دغه ستونزه له منځه یوسي،خو ښايي چې د خیالي سرتېرو شمېر لسګونو زرو ته ورسېږي.»
هغه زیاته کړه:«د امریکا متحده ایالاتو تر ننه په یوازیتوب د افغانستان د بیارغونې لپاره یې ۱۱۷ مېلیارد ډالره مرسته کړې.دا اندازه پیسې چې په هغه کې د پوځيانو لګښت هم شامل دی،د هغې طرحې له لګښت څخه زیاته ده چې له دویمې نړیوالې جګړې څخه وروسته مارشال وړاندیز کړې وه. د دغو س۱۱۷ مېلیارده ډالرو له ډلې د هغه ۸ مېلیارده یې تراوسه لګول شوي نه دي.د دې سربېره د امریکا متحده ایالات ژمن دي چې تر ۲۰۲۰ زیږدیز کال پورې د کال ۵ تر ۶ مېلیارده ډالره له افغانستان سره مرسته وکړي.»
ساپکو همدارنګه له نشه‎يي توکو سره د مبارزې کار ته هم اشاره وکړه او وې ویل چې دغه مأموریت ناکامه وه.
هغه وویل:«د بیارغونې په کار کې یوه له ماتو څخه،له نشه‎يي توکو سره د مبارزې مأموریت دی.د امریکا متحده ایالاتو په افغانستان کې د کوکنارو د له منځه وړو لپاره څه باندې ۸ مېلیونه او ۵۰۰ زره ډالره لګولي دي،خو له ۱۵ کلونو څخه وروسته د کوکنارو کښت او تولید له هر بل وخت څخه زیات شول.د دې سربېره چې جنرال نېکلسون ویلي چې د طالبانو کابو ۶۰ سلنه عواید د نشه‎يي توکو د سوداګرۍ له امله دي؛خو له نشه‎يي توکو سره د مبارزې مأموریت ناکام وه.
رپوټونه رسوي چې د پنجشنبې په ورځ افغان امنیتي ځواکونه د هلمند له سنګین ولسوالۍ څخه چې له کندهار سره پوله لري بهر شوي او وروسته طالبانو د دغې ولسوالۍ کنټرول ترلاسه کړی دی.
https://avapress.com/vdciy3azyt1apq2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته