دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۵ سنبله ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۳۳
د مطلب کود : 149379
پاکستان غواړي له افغانستان سره د اوبو تړون لاسلیک کړي

په داسې حال کې چې افغان حکومت د افغانستان د اوبو د مهار او مدیریت لپاره هڅې پیل کړي دي، پاکستان غواړي له افغانستان سره د اوبو یوه تړون لاسلیک کړي.

د پاکستان د اقلیمي بدلون وزارت وایي، دپاکستان حکومت پلان لری تر څو په هغو اوبو کې خپل حقوق وساتي چې له سرحدونو څخه پاکستان ته بهیږي.

پاکستاني چارواکي وایي، دوي غوړاړي د نړیوالو نورمونو او کنونسونونو پر اساس په دغو اوبو کې لاس رسي ولري.

چارواکي زیاتوي، چې په دې اړه دوي خپل هڅې پیل کړي دي ترڅو له افغانستان سره یوه تړون لاسلیک شي.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر محمد اشرف غني تیره میاشت یو وار بیا د حکومت پر هغو تګلارو او پلانونو ټینګار کړی چې موخه یې د افغانستان د اوبو مدیریت دي.

ولسمشر غني په پلازمینې کابل کې د لوړو زدکړو د نوې کال د پیل په مراسمو کې د وینا پر مهال وویل چې افغان حکومت ژمن دي ترڅو د افغانستان اوبه مهار کړي، سره له دې چې هر څوګ چې څه وایي او هر څه چې وایي دی.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdciy3az3t1a5p2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته