دخپریدو نیټه :شنبه ۱۵ میزان ۱۳۹۶ ساعت ۲۱:۰۲
د مطلب کود : 151051
په پاکستان کی ترافیکی پیښه
د پاکستان د بلوچستان ایالت په مستونګ ولسوالي ېو مسافر وړونکی بس د یوه مني موټر سره وجنګېد چې له امله یې ۱۳ تنه مړه او په لسګونو نور ټپيان شوي دي.


په سیمه کې امنیتي ځواکونو (لیویز) رسنیو ته ویلي چې منی بس د موټر چلوونکي له کنټروله ووتی او له مقابل اړخ څخه د راتلونکي بس سره وجنګېد چې له امله یې یاده مرګ ژوبله را منځته شوه.
د پيښې قربانیان او ټپيان د کوټې ښار سیول روغتون ته رسول شوي دي او لږ تر لږه د ۷ تنو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.
د پاکستاني رسنیو د راپور سره سم دکال ۲۰۱۱ څخه هر کال په پاکستان کې شاوخوا ۹۰۰۰ ترافیکي پيښې د پولیسو سره ثبتیږي، چې په کښي شاوخوا هر کال۴۵۰۰ کسان وژل کیږي.

https://avapress.com/vdciwzazzt1awu2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته