د فرانسې پولیسو پرون شنبه یو سړی چې د پاریس د رېل ګاډي په تمځای کې یې چاړه په لاس کې وه، خلک یې وېرول او پولیس یې ګواښل نیولی دی. په پېښه کې چاته زیان نهدی رسېدلی.
د صدای افغان خبری آژانس(افغان غږ خبری آژانس9)، دا پهداسې حال کې ده چې په فرانسه کې نن د جمهوري ریاست ټاکنې کېږي.
په پاریس کې د پنجشنبې په ورځ یوه وسلهوال سړي پر یوه پولیس ډزې وکړې او ویې وژل.
د حملې مسؤلیت د اسلامي دولت په نوم وسلهوالې ډلې یا داعش واخېست.
په فرانسه کې دوه کاله وړاندې په یولړ وسلهوالو حملو کې ۲۳۹ تنه ووژل شول.
پهدې هېواد کې له هغه راهیسې، د بېړني حالت اعلان پرځای پاتې دی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)