دخپریدو نیټه :يکشنبه ۳۰ سنبله ۱۳۹۳ ساعت ۱۲:۴۲
د مطلب کود : 99175
محمد عاصم: د انتخاباتو وروستي نتایج به سبا اعلان شي

د اصلاحاتو او همپالنې د ټیم یو غړی وايي؛ د ملي وحدت د حکومت پر موافقې له لاسلیک وروسته به د انتخاباتو وروستي نتایج د دوشنبې په ورځ اعلان شي.
انجنیر محمد عاصم دا خبره تیره شپه له ازادي راډیو سره په خبرو کې وکړه.
خو د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ویلي چې؛ د ولسمشرۍ د دویم دور انتخاباتو وروستۍ نتیجه به نن (یکشنبه) اعلان کړي.
د دې کمیسون ویاند نورمحمد نور ازادي رادیو ته وویل چې؛ د انتخاباتو خپلواک کمیسون به خلک نور منتظر پرې نږدي او د انتخاباتو پایلې به د دوو کاندیدانو موافقې ته پرې نږدي.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdciwza3.t1a3y26kct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته