دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۳ حوت ۱۳۹۳ ساعت ۲۰:۳۴
د مطلب کود : 107951
اجرائیه رئیس په افغانستان کي د ناټو ځواکونو له مرستیال قومندان سره وکتل
د افغانستان د اسلامي جمهوريت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله نن په خپل کاري دفتر کي د هیواد په سطحه د بهرنیو ځواکونو له عمومي مرستیال قومندان جنرال کارسټن جاکوبسن سره ولیدل او د هیواد پر مهمو مسایلو یې ورسره خبري وکړې.
د بهرنيو ځواکونو مرستیال قومندان د هیواد په کچه د افغان ځواکونو لخوا پیل سوي عملیات بریالي وبلل او افغان ځواکونه یې ورځ تر بلي د پیاوړتیا په حال کي یاد کړل.
نوموړي وویل، چي دوی په مختلفو عملیاتو، فعالیتونو او پلان جوړولو کي د افغان ځواکونو ترڅنګ یوازي د مشورې رول لري او په دې برخه کي خپل کار ته دوام ورکوي.
هغه زیاته کړه، چي دوی د افغان ځواکونو سره د مشورې په برخه کي د خپل فعالیت ترڅنګ د پنجشیر ولایت د ژغورني په عملیاتو کي هم، چي د خلکو ساتني او لاري خلاصون لپاره کيږي ونډه لري.

ښاغلي جاکوبسن وویل، چي دوی هم خلکو ته په نجات ورکولو او هم د لارو په خلاصون کي د افغان ځواکونو او د طبعي پېښو سره دمبارزې کمېټې له غړو سره لازمه مرسته او همکاري کوي.
د افغانستان د اسلامي جمهوريت اجرائيه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د بهرنیو ځواکونو له یاد مقام سره په لیدنه کي له هغو مرستو او همکاریو مننه وکړه، چي بهرنیو ځواکونو ترسره کړي دي.
نوموړي په پنجشیر کي د طبعي پېښو له خاطره رامنځ ته سوی بحران یوه لویه ننګونه او ستونزه یاده کړه او په دې برخه کي یې د ټولو اړخونو کومکونه اساسي وبلل.
هغه زیاته کړه، چي په هغه ساحه کي لا هم ډېر کار ته اړتیا ده او ضروري بلل کيږي، چي د افغانانو ترڅنګ نړیوال متحدین او مرستندویه ادارې هم خپل امکانات په کار واچوي.
د نن ورځي په غونډه کي د هیواد په امنیت پوري تړلي نور موضوعات هم تر بحث لاندي ونیول سول او اجرائیه رئیس پرې د بهرنیو ځواکونو له مرستیال قومندان سره خبري وکړې.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdciwyazzt1au32.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته