دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱ سرطان ۱۳۹۶ ساعت ۱۱:۳۳
د مطلب کود : 145157
د افغانستان-امریکا ترمنځ د نویو سیاسي او امنیتي همکاریو پراخوالو لپاره هڅې

د افغانستان د ملي امنیت شورا دفتر وایي، د کابل او واشنګټن ترمنځ د نویو سیساسي همکاریو پر چوکاټ د دواړو هېوادونو لوړپوړي چارواکو ترمنځ خبرې وشوې.

د صدای افغان خبری آژانس، د ملي امنیت شورا دفتر له خوا په خپرې شوې خبرپانې کې راغلي، چې د افغانستان اسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار ښاغلي محمد حنیف اتمر تیره مازدیګر د ویډیو کنفرانس له لارې د امریکا متحده ایالاتو دملي امنیت سلاکار ښاغلي جنرال مک ماسټر سره د افغانستان او سیمې پر امنیتي او سیاسي حالت خبرې وکړې.

خبرپاڼه زیاتوي، چې ښاغلي مک ماسټر افغان لوري ته ډاډ ورکړ، چې د امریکا دولت او خلک په پوره اخلاص او تعهد، په سختو حالاتو کې د افغانستان د خلکو او حکومت تر څنګ ولاړ دي. ښاغلي ماسټر زیاته کړه، چې د امریکا متحده ایالات له افغان دولت سره اوږد مهاله همکاریو ته ژمن دي.

د ملي امنیت شورا دفتر په وینا، د افغانستان او امریکا متحده ایالاتو د ملي امنیت سلاکارانو د دواړو هېوادونو د مشرتابه د راتلونکو  خبرو پر محتویاتو هم بحث وکړ او د دواړو لوریو د خبرو د څرنګوالي او اجنډا پر مهمو ټکو یو لړ توافقاتو ته ورسیدل.

خبرپاڼه زیاتوي، چې د خبرو پر مهال دواړو لورو د افغانستان او امریکا متحده ایالاتو دنویو سیاسي او امنیتي همکاریو پر چوکاټ هم خبرې وکړې، د امریکا متحده ایالاتو د ملي امنیت سلاکار وویل، چې د نوي همکاریو پر چوکاټ د خبرو لړۍ به دوام پیدا کوي، ترڅو د امریکا متحده ایالات وکولای شي د افغانستان د امنیت او ثبات په برخه کې د لازمو همکاریو لړۍ پراخه کړي.

د ملي امنیت شورا دفتر وایي، د امریکا متحده ایالاتو د ملي امنیت سلاکار ښاغلي مک ماسټر په خپلو خبرو کې وویل، چې د امریکا متحده ایالات د امنیت، ښې حکومتدارۍ، اداري فساد سره د مبارزې، سولې او د اقتصادي ودې په برخه کې د افغان دولت له هلو ځلو او پالیسیو څخه ملاتړ کوي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdciwwazyt1a5z2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته