دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۹ سرطان ۱۳۹۱ ساعت ۱۱:۳۰
د مطلب کود : 44805
وسله والو طالبانو د پکتیا ولایت په میرزکې ولسوالۍ باندې حمله کړې
د پکتیا امنیتي چارواکي وایي، چې تیره شپه ناوخته وسله والو طالبانو د دغه ولایت د میرزکې ولسوالۍ په ودانۍ وسله واله حمله کړې چې یو ساتوونکی یې وژلی او یوبل یې ټپي کړی دی.

د پکتیا د ملي امنیت یوې معتبرې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي؛ ازادي راډیو ته وویل، چې دغعه جګړه د شپې دوه بجې ونښته او څلویښت د قیقې یې دوام وکړ.

نوموړي زیاته کړه، چې کیدای شي وسله والو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتي وي.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdciwva5.t1a5u26kct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته