دخپریدو نیټه :شنبه ۱۹ حمل ۱۳۹۶ ساعت ۲۲:۲۰
د مطلب کود : 140558
په تیرو ۲۴ ساعتو لغمان اوننګرهار ولایتونو کي ۳۹ تنو وسله والو وژل شوی دي
ننګرهارچارواکي ویلی، په لغمان او ننګرهار ولایتونو کې د افغان امنیتی او بهرنیو ځواکونو په برید کې ۳۹ تنو وسله والو وژل شوي دي.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبرله مخې، ‎د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ ویاند حضرت حسین، ویلی، په تیرو ۲۴ ساعتو کي د ننګرهار او لغمان ۳۹ تنو وسله والو داعش اوطالبانو وژل شوی دی.
ښاغلی مشرقیوال زیاتیوی، چې د ننګرهار ولایت د هسکې مېنې ولسوالۍ د هوایي برید ترسره شوی دی.
په دی حالی، په لغمان کې د افغان امنیتي ځواکونو د الماس دوه برید په ترڅ کې چې د مرکز اړوند د عمرزیو سیمې د یو شمېر کلیو د تصفیې، تلاشۍ او دغه راز په یاده سیمه کې د ځینو امنیتي پوستو د ځای پر ځای کېدو په موخه د شنبه په ورځ پیل شوي دي.
په ختیځ کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو نه خپره شوې خبرپاڼه ویلی، په دی عملياتو کې تر دې دمه د طالبانو د مشهور ځایي سرګروپ مارشال د ډلې ۷ کسان وژل شوي او څلور نور ټپيان شوي.
خو وسله والو په دی اړه څه ندی ویلی.
https://avapress.com/vdciwuazvt1a5w2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته