دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۱ میزان ۱۳۹۶ ساعت ۱۴:۵۱
د مطلب کود : 150854
غني: نه پوهیږو څوک ډاکټر دی او څوک نه دی

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني، د دغه هیواد د روغتیا په سکتور کې ستونزو ته په اشارې وايي، چې د دغه سکتور په هره برخه کې جدي ستونزې موجودې دي.

ښاغلي غني، چې د سې‌شنبې په ورځ (سپټامبر ۳) د افغانستان د طبي شورا په پرانیست‌غونډه کې وینا کوله وویل، د افغانسان په ګډون په جګړه ځپلو هیوادونو کې هر سکتور خپلې ځانګړې ستونزې لري.

هغه وویل، ولس، ډاکټر، روغتون، درملتون او دولت د روغتیا د سکتور اساسي کړۍ جوړوي او زیاته یې کړه "نن موږ د دغې کړۍ په هره برخه کې یوه بنسټیزه ستونزه لرو، دا (ستونزې) یواځې په افغانستان کې نه بلکې په هغو هیوادونو کې چې اوږدمهال کړکیچ یې شاته پریښی وي هم موجودې دي، موږ نه پوهیږو چې څوک ډاکټر دی، څوک ډاکټر نه دی".

د افغانستان ولسمشر د طبي شورا چارواکو ته په خطاب وویل، له دې وروسته باید د ډاکټر لقب د سرټیفیکټونو پر بنسټ ورکړل شي او ټینګار یې وکړ، چې دا باید روښانه شي، چې څوک د ناروغانو د درملنې صلاحیت لري او په دې برخه کې یې زده‌کړې کړې دي.

د عامې روغتیا وزارت د شمیرو له مخې، په افغانستان کې ۳۵۸ دولتي روغتونونه او څه د پاسه ۲۰۰۰ روغتیايي مرکزونه فعالیت کوي.

ښاغلي غني په روغتونونو کې د جدي ستونزو د موجودیت یادونه وکړه او ویې ویل، چې ملکي روغتونونه د خلکو اړتیاوې نه شي پوره کولی.

ولسمشر غني وویل "هیله ده، چې په هغې برخه کې، د روغتونو د اصلاح او زموږ ډاکټرانو او نرسانو ته د مناسبو حقونو ورکولو او د دغو روغتونو د مدیریت د څرنګوالي په برخو کې نور اقدامات هم وشي. بله برخه د درملتونونو ده، یوه طرح تر کار لاندې ده، خو دا ستونزه بنسټیزه ده، زموږ د درملو سیستم باید د باور وړ شي".

د ښاغلي غني پر وینا، افغانان کیفیت لرونکو درملو ته د لاسرسي حق لري، خو په اوس وخت کې د افغانستان په اکثرو مارکیټونو کې بی‌کیفیته درمل پلورل کیږي.

د افغانستان پر طبي سکترو باندې دا نیوکې په داسې حال کې کیږي، چې د دغه هیواد د بودیجې لویه برخه امنیتي او دفاعي سکتور ته ځانګړې شوې ده، خو ولسمشر غني ژمنه ژمنه وکړه، چې له دې وروسته به حکومت په دې برخه کې تعادل راولي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزیر فیروز‌الدین فیروز په دغو مراسمو کې وویل، اوسمهال له دغه وزارت سره ۴۰۰۰ زره ډاکټران راجسټر دي، چې د دولت په چوکاټ کې فعالیت کوي.

هغه زیاته کړه، د افغانستان د روغتیا سکتور د مسلکي کدرونو له کموالي سره مخ دی، چې پر وینا یې د دغه هیواد په ۴۰ فیصده روغتیايي مرکزونو کې ښځینه ډاکټرانې شتون نه لري.

ښاغلي فیروز وویل "په نورستان کې هیڅ ډاکټر نشته، په پکتیکا کې نشته، زابل کې نشته، په اروزګان کې نشته. هر تشویقي پکیج چې موږ معرفي کړ، ترڅو پرسونل وهڅو چې له نورو ولایتونو څخه لاړ شي، خو لا هم موږ په دې کار کې بریالي نه یو".

د عامې روغتیا وزیر پر وینا، د لوړو زدکړو له وزارت سره به یو ګډ لس کلن پلان جوړ کړي او له مخې به یې د روغتیا په برخه کې د مسلکي کدرونو د اړتیا کچه او د ډاکټرانو کره شمیره معلومه کړي.

د افغانستان د طبي شورا پرانیسته

نن د سې‌شنبې په ورځ د افغانستان طبي شورا په رسمي توګه پرانیستل شوه. د دغې شورا مشرې نسرین اوریاخیل وویل، د افغانستان د طبي شورا جوړیدل د افغان ډاکټرانو لویه هیله وه، چې نن د معیاري روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره د یو کور خاوندان شول.

د آغلې اوریاخیل پر وینا، طبي شوراګانې د نړۍ په اکثرو هیوادونو کې شته دي، چې د ناروغانو د مصونیت لپاره جوړې شوې دي.

هغې وویل "د افغانستان د طبي شورا د جوړولو په طرح کې، د هیواد اړتیاو ته په کتو، د مختلفو هیوادونو په ځانګړې توګه د سیمې د هیوادونو او د روغتیا د نړیوال سازمان، له تجربو څخه کار اخیستل شوی دی".

د چارواکو پر وینا، دغه شورا دنده لري، چې د روغتیايي خدمتونو د کیفیت لوړولو او ډاکټرانو ته د روزنیزو طبي پرواګرامونو له لارې، د ناروغانو خوندیتوب یقیني کړي.

ډاکټرانو ته د فعالیت جواز ورکول، د طبابت د اخلاقو دودول، طبي سرغړونو او شکایتونو ته رسیدا او د ډاکټرانو د مسلکي پوهې د کچې لوړول، د دغې شورا نور صلاحیتونه دي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdciwuaz5t1awv2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته