افغان ولسمشر محمد اشرف غني په پلازمېنه کبل ښار د انتر کانتیننتال هوټل پر وداني د وسله والو ډلییز برید په غبرګون کې د ملګرو ملتونو له امنیت شورا وغوښت ترڅو د ترهګرو ملاتړو پر وړاندې ګامونه پورته کړي.
ارګ ماڼي د ولسمشر غني په حواله په یوه بیان کې لیکلي، چې د افغانستان دولت او د ملګرو ملتونو سازمان امنیت شورا په دې وروسیتو کې په کابل کې په کتنواو د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا په فوق العاده ناسته کې د تروریستي ډلوپر ملاتړود فشارونو پر زیاتولو اجماع ته ورسېدل.
ولسمشر غني زیاته کړه، چې پر کابل انټرکانټیننټل هوټل او نورو تروریستي بریدونو ته په کتو باید د یادې اجماع په رڼا کې د تروریزم پر ضد له تفکیک پرته ګډه او جدي مبارزه تونده کړو.
هغه وویل، چې د تروریستي بریدونوپېچلتیا ته په کتو د افغانستان دولت د ملګرو ملتونو امنیت شورا پلاوي سره په خپلو خبرو کې یوځل بیا د تروریزم پر ملاتړو د فشارونو پر زیاتولو ټینګار وکړ او څرګنده یې کړه، تر څو چې تروریستي ډلې له ملاتړ او خوندي پټنځایونو برخمن وي، نو د سیمې خلک به امنیت، ثبات او سوکالۍ ته لاسرسی ونه لري.
په کابل کې د انتر کانتیننتال هوټل برید په افغانستان کې د طالبانو وسله والې ډلې په غاړه اخیستی دی او یاد ډله ادعا کوي چې په دغه برید کې د بهرنیانو په ګډون ګڼ شمېر کسان وژل شوي.