دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۷ قوس ۱۳۹۶ ساعت ۱۲:۱۲
د مطلب کود : 154959
کابل کې پر یوه امنیتي مرکز ډلییز برید شوی

د کابل ښار پنځمې امنیتي حوزې اړونده افشارو سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر یوه امنیتي مرکز ډلییز ځانمرګی برید شوی.

د کابل د پولیسو ویاند بصیر مجاهد  وویل چې د وسله والو یوې ډلې نن دوشنبې پنځمه امنیتي حوزه کې د ملي امنیت پر یوه روزنیز مرکز برید کړی.

د ښاغلي مجاهد په وینا وسله والو سیمه کې له یوه کوره پر یاد مرکز برید کړی او نښته روانه ده.

تر اوسه د دې برید د مرګ ژوبلې په اړه جزیات نه دي ورکړل شوی.

https://avapress.com/vdciw5az3t1aw32.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته