دخپریدو نیټه :شنبه ۲ قوس ۱۳۹۲ ساعت ۱۱:۱۹
د مطلب کود : 79465
پر کوکنارو يې زهرجن مواد شيندل شوي
د سويلي ولایت هلمند يو شمير کروند‍ګرو ادعا کړې، چې ګواکې بهرنيو ځواکونو یې پر کروندو داسې خشخشاش شيندلي چې زهرجنې ځانګړتياوې لري.
د افغان غږ آژانس د رپوت له مخې، د کروندګرو وينا ده، چې له همدې کبله یې سږ کال د حاصلاتو کچه يو پر درېمه ښکته راغلې ده.
د هلمند د کرنې رياست د خشخاش ‌ډوله توکو شيندل مني، چې وايي د هغو بیلګې یې د تشخيص لپاره پلازمينې کابل ته استولي دي.
د هلمند د بیلو ولسواليو کروندګرو بي بي سي ته ويلي، چې بهرني ځواکونه په پرلپسې ډول د دوی پر کروندو زهرجن توکي شيندي چې يو نوی ډول یې د کوکنارو خشخاش تخم دی.
دی وايي تير کال چې کومې ځمکې ۵ خرواره حاصل ورکړی و يو خروار ۵۶۰ کیلوګرامه کېږي سږ کال یې کچه ۳ خرواره ته راښکته شوې وه.
د سنګين ولسوالۍ يوه کروندګر محمد اسماعيل بيا وويل چې د زهرجنو توکو شيندلو سربيره پر کرنيز زيان د نس ناستي او پوستکي ناروغۍ هم ډيرې کړې دي.
د هملند د کرنې د برخې مشر روح الله روان بيا وويل چې سږکال د هلمند حاصلات د تیر په پرتله لږ شوي، نه بلکې ډير شوي دي.
ښاغلي روان د شيندل شویو توکو له کبله د ناروغيو د خپريدو خبره هم نا سمه وبلله، خو دا یې ومنله چې پر کروندو خشخاش شيندل شوي دي.
نوموړي وویل انګيري چې ښايي دا خشخاش د کوکنارو په تخمونو کې جينيټیکي بدلون راولي او له حاصله یې وغورځوي.
خو د هلمند د کرنې ريس وويل چې تر دې مهاله په کره توګه د شيندل شویو خشخاشو پر تشخيص نه دي توانيدلي، او بیلګي یې د پيژندګلوۍ لپاره د پلازمینې کابل لابراتوارونو ته استولي دي.
په تيرو کلونو کې بهرنيو ځواکونو د افغان هغو په څير د ځمکې له لارې د کوکنارو اړولو په کار کې برخه نه ده اخستې، خو کروندګرو له پخوا راهیسې ادعا کوله چې ګواکې بهرني ځواکونه د هوا له لارې په دې چاره کې ونډه اخلي.
ملګرو ملتو سږ کال یو ځل بیا په افغانستان کې د کوکنارو د کچې د پورته کيدو راپور ورکړ، چې تر ټولو ډير په هلمند ولایت کې کرل کيږي
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdciw5ay.t1a3q26kct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته