دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۴ سنبله ۱۳۹۶ ساعت ۱۵:۴۷
د مطلب کود : 149351
حزب اسلامي په برما کې د مسلمانانو وروستي عام وژنې مسوول طالبان ګڼي

په داسې حال کې چې په وروستیو کې په برما کې سلګونه مسلمانان د بودایانو له خوا وژل شوي، په افغانستان کې د ګلبدین حکمتیار په مشری حزب اسلامي د وروستیو عام وژنې مسوول وسله وال طالبان ګڼي.

د یاد حزب له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي «د برما د مسلمانانو عام وژنه اوږده او خونړۍ سابقه لري، خو هغه مهال ئې شدت لازيات او لمن ئې لازياته پراخه شوه چي د طالبانو په لاس په باميانو کي د بودا مجسمې ويجاړي شوې او فيلمونه ئې رسنيو خپاره كړل.»

خبرپاڼه زیاتوي «دښمنانو له دې پراخه استفاده وكړه او بودايان ئې د مسلمانانو په ضد وپارول، بودايي برمايان د غچ اخيستلو لپاره ميدان ته راووتل؛ خو د دې پر ځاى چي د پېښې له اصلي عاملينو د انتقام لار غوره کړي د ځناورو په څېر ئې له خپلو هموطنو برمايي مسلمانانو انتقام اخيستلو ته ملا وتړله. تر ننه ئې په زرګونو مظلوم مسلمانان ووژل او د لسګونو زرو نورو کورونه ئې يا وران کړل يا ئې وسوزول او استوګن ئې هجرت ته اړ کړل.»

حزب اسلامي وایي «متأسفانه ګورو چي د دې ستري غميزي په وړاندي نه يوازي د اسلامي هېوادونو ډیرى مشران پټه خوله دي او له څه ويلو او څه کولو ډډه کوي بلكي د انساني حقوقو تورمخي او دروغجن مدعيان هم نه څه وايي او نه څه کوي؛ داسي بي تفاوته دي لکه چي هيڅ نه وي شوي.»

د راپورونو له مخې، د میانمار په لوېدیځ رخین ښار کې د دولتي ځواکونو او اسلامپالو وسله والو تر منځ د جګړو له تودېدو وروسته، په تېرو ۱۰ ورځو کې سلګونه کسان وژل شوي او کابو ۹۰ زره روهینګیايي مسلمانان د خپل کورونه پریښودو ته اړ شوي دي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdciw3azzt1a5p2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته