دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۸ میزان ۱۳۹۶ ساعت ۱۵:۴۳
د مطلب کود : 151187
په کابل کې د اسلامي فرهنګ په پراختیا کې د تصوف ونډه سیمینار جوړ شو
په کابل کې د اسلامي فرهنګ په پراختیا کې د تصوف ونډه تر سرلیک لاندې علمي او څېړنیز سیمینار جوړ شو.

د ملي وحدت حکومت اجرائیه رییس عبدالله عبدالله وایي، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په نوښت جوړ شوی سیمینار به د هېواد د نغښتو ارزښتونو په پېژندنه کې آسانتاوې رامنځته کړي. 

د حج او اوقافو وزیر فیض محمد عشماني وایي، مونږ سولې او همغږۍ  ته اړ یو . د دغه راز سیمینارونو تر سره کول سولې ته د رسیدو یو غوره ګام دی.

دغه علمي او څېړنیز سیمینار، چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په نوښت جوړ شو؛ د سیمې د بېلابېلو هېوادونو میلمنو هم په کې برخه واخیسته.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcivzazyt1awz2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته