دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۰ میزان ۱۳۹۶ ساعت ۱۲:۴۳
د مطلب کود : 151286
برېښنا شرکت: انټرنټ د برېښنا د ساکټ له لارې تر خلکو رسول کېږي

د انټرنټ یو شمېر کمپنۍ دې ته چمتو شوي دي چې په افغانستان کې د برېښنا له لارې ارزانه انټرنټ تر خلکو ورسوي.

د برېښنا شرکت ویاند وحیدالله توحیدي ته وویل:"هرڅوک چې د افغانستان د برېښنا شرکت له برېښنا څخه استفاده کوي، هغه ته به د انټرنټ مزی د برق د ساکټ له لارې انتقال شي، یو عادي موډیم لري چې له هغه سره یې وصلوي او له همدې لارې چې تلوېزیون لګوي، انټرنټ به هم ترلاسه کوي."

د توحیدي په وینا دا نوی انټرنټ به هم ارزانه وي، هم به یې کیفیت ډېر ښه وي.

برېښنا شرکت له یو شمېر کمپنیو سره خبرې پیل کړي دي او هیله من دی چې ډېر ژر به د دې پروژې تدارکاتي چارې پیل شي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcivzazqt1awr2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته