دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۸ جدی ۱۳۹۱ ساعت ۱۱:۱۹
د مطلب کود : 56578
د هلمند د نهرسراج يو شمېر خلکو د وسله والو طالبانو پرضد پاڅون کړی
د هلمند ولايت د نهرسراج ولسوالۍ يو شمېر خلکو د وسله والو طالبانو پرضد پاڅون کړی دی.

له سيمې څخه د ازادۍ راډيو د راپور له مخې د نهر سراج ولسوالۍ خلکو وروسته له دې د طالبانو پرضد پاڅون وکړ چې د دوي په وينا پر سړکونو د طالبانو له لوري د ماينونو له ښخولو په تنګ شول.

ويل کېږي، چې دا سيمه له ډېرو کلونو راهيسي د طالبانو تر کنټرول لاندې وه.

د سيمې اوسېدونکي وايي چې طالبانو له څو مياشتو راهيسي د دوي پر مځکو اوبه د دې لپاره بندې کړي چې دوي ډوډۍ او باج نه ورکوي.

د يوه کلي مشر صفر محمد د خپلې سيمې د اوسېدونکو له لوري له حکومت او د هلمند له والي څخه وغوښتل چې له طالبانو څخه د دوي د سيمې په پاکولو کې مرسته ورسره وکړي.
سرچينه : د صدای افغان آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcivwaw.t1aqy26kct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته