دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۷ میزان ۱۳۹۵ ساعت ۱۳:۳۲
د مطلب کود : 131305
پلان سوی بندون دافغانستان په جنګ کی!
امریکایی قوماندان دبندون څخه دافغانستان په جنګ کی خبری کوی؛ هغه بندون چی په اخیرو کلو کی دافغان امنیتی ځواکونو او دهغه مسلح مخالفانو ترمنځ بالخصوص طالبان ترمنځ رامنځته سوی دی.

امریکایی قوماندان دبندون څخه دافغانستان په جنګ کی خبری کوی؛ هغه بندون چی په اخیرو کلو کی دافغان امنیتی ځواکونو او دهغه مسلح مخالفانو ترمنځ بالخصوص طالبان ترمنځ رامنځته سوی دی.
جنرال جان نیکلسون، دامریکایی ځواکونو قوماندان په افغانستان کی ویلی دی چی دافغانستان دامنیتی ځواکونو او طالبانو جنګ بندون ته رسیدلی دی.
دا امریکایی جنرال چی دامریکا ددفاع په وزارت کی دخبرنګارانو سره خبری کولی، وویل چی په اوړی کی چی دجنګ دفصل په نامه افغانستان کی معروف دی، امنیتی ځواکونه وکولای سوای دطالبانو برنامه دقندوز دتصرف لپاره ناکام کړی او امنیتی وضعیت په هلمند او ارزګان کی سم کړی.
په همدی حال کی جنرال جو دانفورد، دامریکایی ځواکونو کل قوماندان وویل چی د جنګ وضعیت په افغانستان کی تقریبآ بندون ته رسیدلی دی.
هغه چی دامریکا په کنګره کی خبری کولی، وویل: طالبان ونه توانیدی هغه پلانونه چی دسږ کال دبهار لپاره تعیین کړی وو لاس ته راوړی او دافغانستان امنیتی ځواکونه همچنان وضعیت تر کنترول لاندی راولی.
جنرال نیکلسون هم وویل چی د بندون د توصیف بله شیوه دادی چی وضعیت یو ډول تعادل ته رسیدلی دی.
لکه څرنګه چی په دا اخیروکلو کی دجنګ اوضاع په هیواد کی شکاره کوی چی ددی دوو جنرالانو اظهارات دافغانستان په اړه دواقعیت سره مطابق دی؛ خو دا چی افغانستان دیو فرسایشی جنګ سره مخ سوی دی خپل علتونه لری.
یو د عمده عواملو څخه جنګ ودی وخیم حالت ته رسیدلی دی، دپاکستان ددولت دوامداره لاسوهنی دی. پاکستان دطالبانو دیواځنی حمایت کوونکی په حیث ددی ډلی سره مرسته کړی دی او دخپل خاص نظر لاندی نیولی دی؛ تر هغه ځایه چی اوضاع سخت شرایط ددی ډلی لپاره جوړوله، داسلام آباد اردو دخپل جنرالانو په مستقیم حضور سره دطالبانو په صفونو کی دا ډله د حتمی مهلکی څخه ساتلی دی.
لکه څنګه چی ددی عملیاتو نمونی په مختلفو ولایاتو کی لیدل سوی دی او دهغه شاهدان یو چی طالبان د پاکستانی جنرالانو پواسطه دمهلکی څخه تښتیدلی دی.
طالبان تر دی ځایه چی دپاکستان داستراتژیک حافظان او پاسداران په افغانستان کی دی، نو له دی نظره داسلام آباد لپاره ډیر مهم او حیاتی دی او اسلام آباد خپل ټول تلاش کړی دی چی ددی ډلی استفاده وکړی او په عینی حال کی محافظت او مراقبت هم ولری.
نو له دی جهته، طالبان په دوامدار ډول سره دخپلو حامیانو پواسطه تقویه کیږی، تر څو دافغانستان دامنیتی ځواکونو په مقابل کی ودریږی او دامریکایی جنرال په قول ددی توان ولری چی جنګ و بندون ته ورسوی.
خو له بله طرفه همدا امریکایی جنرالان چی جاری بندون په افغانستان کی تر انتقاد لاندی نیسی، په واقعیت کی دافغانستان دجنګ څخه غیری خوشحاله نه دی او تر هغه لوړ په یو پټ تعامل کی د اسلام آباد ددولتمردانو څخه غواړی چی په افغانستان کی دبندون په رامنځته کولو کی تلاش وکړی؛ چی په دا ډول سره واشنګتن او اسلام آباد دواړه په آرامه زړه خپلو استعماری طرحو ته په افغانستان او منطقو کی ادامه ورکړی.
معلومیږی چی ددی پلان سوی بندون ماتونه نه دپاکستان څخه دسولی په مذاکراتو کی غوښتل کیدلای سی او نه دامریکا څخه ددی بندون دماتونی غوښتنه کیدلای سی؛ لکه څنګه چی ددی مخکی ویل سوی دی چی وویل سول چی دا دواړه هیوادونه په موجوده اوضاع کی دافغانستان څخه ګټه اخلی.
نو موجود شرایطو ته په کتو سره، یواځی یولاره زموږ ددولتمردانو ته پاتیږی هغه هم دهر ډول بندون ماتونه په هیواد کی دی او هغه د افغان امنیتی ځواکونو پربازو او توانمندی باندی تکیه کول او هغه طرحو اوپلانونو ته تکیه کول دی چی د افغان نظامی متخصصانو پواسطه جوړیږی. او له بله خوا زموږ دولتمردان باید دا چالاکی ولری چی خپل بومی پلانونه د امریکایی او پاکستانی استعماری منافعو دکمند څخه په سلامت سره تیر کړی؛ تر څو دهر بندون او جنګ په ختمولو کی کامیاب سی.

https://avapress.com/vdciuzazwt1app2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته