د لوګر ولایت چارواکي وايي، په دی ولایت کې د افغان ځواکونو په هوايي بریدونو کې د حقاني شبکې د ځانمرګو بریدونو د مسؤول په ګدون ۱۵ وسله وال مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبر له مخی ، د لوګر د امنیه قوماندانۍ ویاند شاه پور احمدزی وايي په دی اړه رسنیو ټه ویلی، په دی ولایت کې د حقاني دلې د ځانمرګو بریدونو د تنظیم او ترسره کولو مسوؤل په ګډون نهه تنه طالب وسلهوال وژل شوي دي.
د هغوی په وینا، چې دغه بریدونه تېره شپه د لوګر د مرکز پل علم اړوند په یوسف خېلو، رستم خېلو او شاه مزار سیمو کې د افغان هوايي ځواک له خوا تر سره شوي دي
هغوی زیاتیوی، د بریدو په په پایله کې لوګر کې د حقاني شبکې له خوا د ځانمرګو بریدونو د ترسره کولو مسوؤل، اسد وژل شوی دی.
د دولت وسله والو مخالفینو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.