دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۹ جدی ۱۳۹۵ ساعت ۰۱:۱۸
د مطلب کود : 135905
له تور نوملړ څخه د ځينې طالبانو د نومونو د لیرې کولو پر سره هوکړه
د افغان غږ خبری آژانس دخبرګزاری له مخی : د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي چې د درېیو هېوادونو استازو په درې اړخېزه غونډه کې پرېکړه کړې ده چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو اترو د ترسره کولو لپاره د ملګرو ملتونو د تور نوملړ څخه د طالبانو د ځینو خاصو څېرو نومونه باید لیرې شي.

روسیې،چین او پاکستان هوکړه کړې چې د ملګرو ملتونو سازمان له تور نوملړ څخه د طالبانو د ځينو خاصو او ځانګړو څېرو نومونه لیرې شي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي چې د درېیو هېوادونو استازو په درې اړخېزه غونډه کې پرېکړه کړې ده چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو اترو د ترسره کولو لپاره د ملګرو ملتونو د تور نوملړ څخه د طالبانو د ځینو خاصو څېرو نومونه باید لیرې شي.

که‎څه هم افغان حکومت د کابل له ګډون څخه پرته د دغې درې اخیزې غونډې له جوړېدو څخه په کلکه نیوکه کړې،خو د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي په هغو غونډو کې چې په راتلونکې کې ترسره کېږي افغانستان به هم را وبلل شي.

دغو درې هېوادونو په افغانستان کې د داعش د ګواښونو د زیاتوالي په اړه اندېښنه څرګنده کړه.

دا په داسې حال کې ده چې په تېره میاشت کې ولسمشر غني،له ملګرو ملتونو څخه وغوښتل چې د طالبانو د نوي مشر ملاهبت الله اخندزاده نوم د ملګرو ملتونو سازمان په تور نوملړ کې شامل کړي.

د سې‎شنبې په ورځ د بهرنیو چارو وزارت ویاند احمد شکېب مستغني وویل،چې کابل د مسکو د غونډې په اړه په بشپړه توګه په جریان کې نه دی.

هغه زیاته کړه:«په افغانستان کې د وضعیت په اړه بحث،که‎چېرې په نېک هوډ سره هم وي،د افغانانو په نشتون کې نه‎شي کولای له وضعیت سره مرسته وکړي او همدارنګه دا راز غونډو د جوړېدو د موخو په اړه ډېرې پوښتنې رامنځته کېږي.»
https://avapress.com/vdciuwazwt1ap32.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته