دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۶ اسد ۱۳۹۶ ساعت ۱۸:۴۷
د مطلب کود : 148406
د افغانستان ژغورلو لپاره د ائتلاف عالی شورا:

حکومت دی د شمال بالخصوص بلخ ولایت ناامنه کولو پروسه ودروی

حکومت دی د شمال بالخصوص بلخ ولایت ناامنه کولو پروسه ودروی
د افغانستان ژغورلو لپاره ائتلاف عالی شورا د هیواد شمال امنیتی پیښو بالخصوص بلخ ولایت په اړوند، یو بیانیه صادر کړی او په هغه کی د مرکزی حکومت څخه وغوښتل ترڅو د شمال ناامنه کولو پروسه بالخصوص بلخ ولایت ناامنه کولو پروسه ودروی.

د افغان غږ خبری آژانس په خبرګزاری سره، د افغانستان ژغورلو لپاره د ائتلاف عالی شورا د هیواد شمال وضعیت ډیر خراب توصیف کړی دی، په داسی شرایطو کی چی په ټول هیواد کی امنیتی وضعیت بالخصوص په شمال کی مخ په خرابیدو دی، هره ورځ د افغانستان بی دفاع خلګو عام قتل شاهدان یو چی د تروریستانو او داخلی او خارجی ملاتړ کوونکو په وایطه ترسره کیږی.

په دی بیانیه کی راغلی دی، په میرزاولنګ کی سیستماتیک نسل وژنه او فجایع، دطالبانو ډله ایز بریدونه د غورماچ، آقچه او بلخ ولایت اطرافو کی او د هیواد نور شمالی سیمو کی، په دی سیمه کی د ناامنی او جنګ پراخیدو شکاره کوونکی دی.

د ائتلاف عالی شورا د ناامنی ډیریدو څخه د اوسیدونکو اندیښنی ډیریدو ته په اشاری سره وویل، ددی تروریستی او خشونت بار وقایعو او پیښو سره همزمانه، نور توطئی او سازماندهی سوی دسیسی، د ځینی معلوم څیرو له لوری د تامل وړ دی.

ددی بیانیه په ادامه کی راغلی دی: دا څیری د هغه پروژو لپاره لاس په کار سوی دی چی زموږ ملت وحدت او ملی ګټو سره په مغایرت کی قرار لری، استخدام کیږی او د افغانستان حکومتداری او سیاسی نظام تضعیف په لټه دی.

د افغانستان ژغورلو ائتلاف شورا د آصف مهمند د بلخ ولایتی شورا غړۍ نیونی ته اشاره کړی او ویلی دی: په آخرو دسیسو او توطئو کی یو کس چی د څارنوالی او محکمه تر جلب باندی دی؛ د ځینو غیری مسئوله مسلح کسانو له لوری چی ځینی دولتی عالی رتبه چارواکو له لوری ملاتړ یی کیږی، د عمومی افکارو اندیښنی او تشنج لامل ګرځیدلی دی.

ددی لپاره د ملی وحدت حکومت باید د سیاسی او امنیتی وضعیت په درکولو سره باید د هیوادځینو میلی شخصیتونو په وړاندی دسیسی ودروی او د هغه غیری مسئوله مسلح کسانو ملاتړ څخه لاس واخلی چی ددی پيښو لامل ګرځیدلی دی.

https://avapress.com/vdciuvazqt1a552.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته