دخپریدو نیټه :دوشنبه ۹ حوت ۱۳۹۵ ساعت ۱۸:۰۹
د مطلب کود : 138704
افغان حکومت د ترکمنستان له ۵۰۰ کلیوولټه وارداتي بريښنا ليږدوي
افغانستان د ترکمنستان له ۵۰۰ کېلو ولټه وارداتي برېښنا څخه ۲۲۰ کیلو ولټه ‌يی کندهارته لېږدوي.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژآنس دخبرله مخی، د برېښنا شرکت رئیس، قدرت‎الله دلاروي د دې پروژې لګښت ۱۱۳ میلیونه ډالر بولي او زیاتوي چې امریکا پراختیايي ادارې په مالي مرسته تر راتلونکو دوه ‎نیمو کلونو بشپړه شي.
را پورنه وایی، د ترکمنستان ۵۰۰ کېلو ولټه وارداتي برېښنا د سالنګ له لارې د کابل ارغندې او له همدې طریقه مرکزي او د هېواد جنوبي ولایتونو ته وصلېږي.
دلاوري زیاتیوي، چې د ۲۲۰ کیلو ولټه برېښنا لېږد پروژه له غزني د کندهار تر ختیځو سیمو پورې لیږدول کېږي، او دا پروژه له ترکمنستان څخه د ۵۰۰ کیلو ولټه برېښنا رالېږد یوه څانګه ده.
ښاغلي دلاورې ویلی، چې د دې پروژې پر لاره به ۵ سب‎ سټيشنونه په قره‎باغ، شاه‎جوي، مقر، کلات او د کندهار ولایت په ختیځ کې جوړ شي.
د برېښنا شرکت رئیس قدرت‌الله دلاوري وایی، دا خلکو ته د برېښنا رسونې تر ټولو لويه پروژه ده چې کار به‌یې ډېر ژر پېل شي.
د(KAC ) هندي شرکت مسؤلین چې د دغې برېښنا د لېږد چارې یې په غاړه لري وویل، د دغې پروژې چارې به په نړیوالو معیارونو سره برابر ترسره کړي.
د دوی په خبره یاد شرکت د نړۍ په ۶۶ هېوادونو کې د برېښنا په برخه کې فعالیت لري او نېږدې ۱۰ کاله کېږي چې په دې برخه کې په افغانستان کې کار کوي.
https://avapress.com/vdciuvaz5t1apy2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته