دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۶ میزان ۱۳۹۶ ساعت ۱۵:۵۳
د مطلب کود : 150601
بختیار: د افغانستان ۲۷ فیصده زندانیان د مخدراتو مجرمین دي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت چارواکي وايي، چې پولیس د دغه هیواد په کچه د مخدره موادو د قاچاقبرانو او تولیدونکو د نیولو لپاره پراخ فعالیتونه لري او د مخدراتو په کاروبار کې زیات شمیر ښکیل کسان یې نیولي او عدلي او قضايي مرکز ته یې سپارلي دي.

د دغه وزارت د مخدره موادو پر ضد د مبارزې معین خلیل بختیار، چې د مسکراتو جرمونو او مخدره موادو پر ضد د مبارزې عدلي او قضايي مرکز د جوړیدو په دولسمه کلیزه کې وینا کوله وویل، د کورنیو چارو وزارت او د مسکراتو جرمونو او مخدره موادو پر ضد د مبارزې عدلي او قضايي مرکز د ګډو هڅو په نتیجه کې اوسمهال د افغانستان د زندانیانو ۲۷ فیصده د مخدره موادو مجرمین دي.

د دغه وزارت څلور میاشتې پخوانۍ شمیرې ښيي، چې دا شمیره ۲۳ فیصده وه او اوس ۲۷ فیصدو ته لوړه شوې ده.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د شمیرو له مخې اوسمهال شاوخوا ۳۰زره کسان د افغانستان په زندانونو کې بندیان دي، چې په اوله کټګوري کې د حکومت وسله‌والو مخالفین او ورپسې د مخدره موادو اړوند جرمونو مجرمین شامل دي.

د دغه وزارت د چارواکو پر وینا په افغانستان کې شاوخوا درې میلیونه وګړي، د مخدراتو په کاروبار لکه د کوکنارو کرل او د مخدره موادو تولید کې ښکيل دي.

دوی وايي پولیسو د روان کال په لومړیو څلورو میاشتو کې د افغانستان په کچه ۷۶۴ عملیات کړي او ۸۷۴ تنه لوی او کوچني قاچاقبران یې نیولي دي.

د افغانستان لوی څارنوال فرید حمیدي په دغو مراسمو کې وویل، مخدره مواد او ورڅخه راپورته شوي جرمونه، د دغه هیواد د خلکو مصؤنیت له ګواښ سره مخامخ کړی او له ترهګرۍ، ناامنۍ او د فساد له پراختیا سره مستقیمې اړیکې لري.

ښاغلي حمیدي وویل، افغان دولت له مخدره موادو سره د مباررې لپاره قوي اراده لري، خو ټینګار یې وکړ چې نړیواله ټولنه او د سیمې هیوادونه دې په دې برخه کې له افغانستان سره همکاري وکړي.

د مخدره موادو پر ضد د مبارزې وزیرې سلامت عظیمي دغه راز وویل، له مخدراتو سره د مبارزې د استراتیژۍ له مخې څو حکومتي ادارې د دغې پدیدې پر ضد د مبارزې مسؤلیت لري او د دغو ادارو ترمنځ همغږي د دې لامل شوې، چې حکومت د مخدره موادو پر ضد مبارزه کې زیاتې لاسته راوړنې ولري.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdciuuazzt1awq2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته