دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۸ دلو ۱۳۹۳ ساعت ۲۰:۰۲
د مطلب کود : 106105
جمهور رئیس غني د ولسي جرګې  قدرداني وکړه
جمهور رئیس غني د ولسي جرګې له غړو څخه د ملي وحدت د حکومت د ۸ تنو نوماندو وزیرانو او د ملي امنیت د لوی ریاست د نوماند د تائید له امله قدرداني وکړه

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د ملي وحدت د حکومت ۸ تنو نوماندو وزیرانو او د ملي امنیت د لوی ریاست نوماند ته د باور رایې د ورکولو له امله د ولسي جرګې له غړو څخه مننه او قدرداني وکړه.

ولسي جرګې نن د ملي وحدت د حکومت د ۸ تنو پیشنهادي وزیرانو، د کورنیو چارو د وزیر په توګه نور الحق علومي، د بهرنیو چارو د وزیر په توګه صلاح الدین رباني، د مالیې د وزیر په توګه اکلیل حکیمي، د عامې روغتیا د وزیر په توګه د ډاکټر فیروز الدین فیروز، د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو د وزیر په توګه سیدحسین عالمي بلخي، د کانونو او پطرولیم د وزیر په توګه داوود صبا، د کلیو د پراختیا د وزیر په توګه نصیر احمد دراني، د حج او اوقافو د وزیر په توګه فیض محمد عثماني او د ملي امنیت د لوی رئیس په توګه رحمت الله نبیل ته د باور رایې ورکړې.

جمهور رئیس د ملي وحدت د حکومت نویو وزیرانو ته د افغانستان خلکو ته د خدمت په لاره کې د بریالیتوب هیله کوي او ډیر ژر به د پاتې وزارتونو لپاره نوماند وزیران د باور رایې د ترلاسه کولو لپاره ولسي جرګې ته ور وپیژني.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdciuqazwt1auz2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته