دمالیې وزارت د مرستو د انسجام عمومي رئیس مصطفی اریا نن خبریالانو ته وویل، چې اسلامي پراختیایي بانک د افغان ولسمشر محمد اشرف غني په مشری د اقتصاد عالي شورا سره د ۷۴ میلیون ډالره مرستو تړون لاسلیک کړ.
نوموړې زیاته کړه، چې دا مرستې، چې د قرضې په ډول له اسلامي پراختیایي بانک څخه تر لاسه شوې د کابل د حلقوي سړک د جوړلو لپاره به ولګول شي.
د ښاغلي اریا په وینا، د کابل حلقوي سړک په بشپړېدو سره به د کابل ښار له لارې سوداګریز ترانزیت کم او ترافیکي خوندیتوب به زیات شي.
د مالیې وزارت د مرستو د انسجام عمومي رئیس په همدې حال کې وویل، چې د کابل د حلقوي سړک په اوږدو کې به نورې عام المنفعه پروژې هم تطبیق او بشپړې شي.
هغه وویل، په دغو پروژو کې ښوونځیونه او کلینیکونه شامل دي.
نوموړې زیاته کړه، چې د کابل حلقوي سړک چې کابو ۹۵ کیلو مټره اوږدوالی لري او پلازمینې کابل له نورو ولایتونو سره چې پکې کابل-کندهار، کابل-لوګر، او کابل-بلخ لویه لارې شامل دي په نښلولو کې به یوه مهم رول ولري.