دخپریدو نیټه :يکشنبه ۳۰ میزان ۱۳۹۶ ساعت ۱۱:۴۲
د مطلب کود : 151826
د تخار په یوه هوټل کې چاودنې مرګ ژوبله اړولې

په شمال ختیځ تخار ولایت کې نن سهار د یوې چاودنې له امله لږ تر لږه لس کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

ځایي حکومتي چارواکي وایي، پیښه نن سهار د اشکمش ولسوالی په اړوند سیمه کې رامنځته شوې ده.

د تخار د امنیه قوماندانی ویاند خلیل اسیر وایي، پیښه په یوه هوټل کې رامنځته شوې ده او لومړنی معلومات ښیي په دغه چاودنه کې لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي او اته نور ټپیان دي.

د چاودنې اصلي هدف تر اوسه په ډاګه نه دی شوی خو عیني شاهدان وایي پیښه هغه مهال رامنځته شوه کله چې یوه پخواني جهادي قوماندان په هوټل کې حضور درلود.

د چاودنې نوعیت هم تر او په ډاګه نه دی شوی او کوم چا یا ډلې د برید مسئولیت په غاړه نه دی اخیستی.

تخار د افغانستان په شمال کې په تیرو څو کلونو کې له نسبتا امنو ولایتونو څخه شمیرل کیده، خو په وروستیو کې یې امنیتي وضعیت نسبتا خراب شوی دی.

د تخار په یو شمېر لرو پرتو سیمو کې اوس هم کله ناکله امنيتي پيښې رامنځته کیږي.

سرچینه: خامه پرس

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcirzazqt1awv2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته