دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۵ حوت ۱۳۹۵ ساعت ۰۸:۵۹
د مطلب کود : 138920
د رئیس جمهور مشاور او نږدی خپلوانو په منځ کی د نښتی له امله ۴ کسه وژل سوی او ټپی سوی دی
د جلال آباد په ښار کی د رئیس جمهور مشاور همایون شینواری د کورنۍ نښتی پواسطه د د ریاست یو کارمند وژل سوی او ۳ نور هم ټپی سوی دی.
د افغان غږ خبری آژانس د خبرګزاری له مخی، دا نښته د هغه وروسته رامنځته سوه چی د همایون شینواری او یو نږدی خپلوان په منځ لفظی شخړی رامنځته سو او تر نیم ساعته پوری ادامه درلودی.
پولیس وایی چی ددی نښتی وروسته، د رییس جمهور مشاور د امنیتی ځواکونو په واسطه نیول سوی دی.
په همدی حال کی د ننګرهار ولایتی شورا امنیتی ځواکونو باندی په نیوکی سره وایی چی په دی نیم ساعت کی امنیتی ځواکونه هیڅ اقدام ونه کړ.
د جمعی ورځی په شپه، د جلال آباد د پولیسو دریم امنیتی حوزه کی، د حضرت صبغت الله مجددی کورنۍ غړو تر منځ پر ځمکه باندی لفظی مشاجره شروع کیږی چی د مشاجری وروسته، ددی کورنۍ د غړو ترمنځ نښته رامنځته کیږی.
همایون شینواری چی خپله ځان د رییس جمهور مشاور معرفی کوی او بل طرف د ښاغلی شینواری د کاکا زامن دی. نښته رامنځته کیږی.
جمیل توتندرائی، د ننګرهار امنیت آمر وویل: یو شخص د همایون شینواری په نامه مو نیولی دی چی هغوی ۶۰ مسلح ځواک لری او ددی کسانو د نیولو په لټه کی هم یو.
په دی نښته کی د محافظت رجال برجسته ریاست یو کارمند وژل سوی او دری تنه نورټپی سوی دی.
اجمل عمر، د ننګرهار ولایتی شورا غړی وویل: دوی پر رنجر باندی راځی، ټکان کوی او وروسته تښتی. موږ ډیر ځلی د مرکزی دولت او محلی دولت او مخصوصآ د والی څخه مو غوښتي دی چی داسی کسان ونیسی او د قانون و پنجی ته وسپاری.
خو د ننګرهار ولایت شورا ددی ولایت د امنیتی ځواکونو څخه نیوکه کوی او وایی چی په دی نیم ساعت کی پولیس ددی نښتی د آرامولو لپاره هیڅ کار نه دی کړی.
ناصر کامه وال، د ننګرهار ولایتی شورا غړی وویل: زما پوښتنه د دولت څخه داده چی دا کسان ولی ټکان کوی، د کوم ځای څخه راغلی دی او څنګه تیښتی او چیری ځی. تر اوسه هیڅ یو نه دی نیول سوی او دولت باید په دی اړه خلګو ته ځواب ورکړی.
ولایتی شورا او دننګرهار اوسیدونکی د امنیتی نهادونو څخه غواړی ترڅو ددی نښتی عاملین د قانون و پنجی ته وسپاری.
هغوی هشدار ورکوی چی که قانون د زورمندانو او پر نفوذه کسانو په وړاندی واقع نه سی، زورویل به خپل اوج ته ورسیږی.
https://avapress.com/vdcirvazut1ap32.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته