دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۰ دلو ۱۳۹۳ ساعت ۱۵:۵۷
د مطلب کود : 106628
د کانونو وزارت د اړيکو ستراتيژۍ ته يوې مافيا د ۲.۲ ميليونه ډالرو قرارداد جوړ کړی
د کانونو وزارت د اړيکو د برخې د ستراتيژۍ جوړونې قرارداد يوه خدماتي شرکت ته په ۲.۲ ميليونه ډالره ورکړل شوی، خو ددې برخې متخصصين وايي، دغه ستراتيژي تر ۱۰۰۰۰ ډالرو پورې د وزارت د متخصصو کسانو له لوري جوړېدای شوای.
د روابطو د دې ستراتيژۍ لګښت به د نړيوال بانک له هغه ۹۰ ميليون ډالري پور څخه ورکول کېږي، چې وزارت د خپلو اساسي کارونو لپاره اخستی دی.
په کانونو وزارت کې يوه سرچينه وايي، دغه ستراتيژي تر دې وړاندې د بهرنيانو له لوري هم جوړه شوې ده. اوسمهال په ياد وزارت کې تر ۴۰ پورې بهرني سلاکاران د خپلو هېوادونو د شویو مرستو مديريت کوي، چې ياده ستراتيژي يې په کم وخت کې وړيا ډيزاين کولای شوه.
د کانونو وزارت يوه سرچينه وايي، د وزارت چارواکو د واک له تشې نه په استفادې سره د اړيکو د برخې د ستراتيژۍ ډيزاين قرارداد يوه خدماتي شرکت ته په ۲.۲ ميليونه ډالرو ورکړی دی، خو تر دې وړاندې دغه قرارداد د تخنيکي ستونزو له امله يو ځل رد شوی هم وو.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، د روابطو د ستراتيژۍ د ډيزاين لګښت به د نړيوال بانک له هغه ۹۰ ميليون ډالري پور څخه ورکړل شي، چې کانونو وزارت د خپلو اساسي کارونو لکه ظرفيت لوړونې، موادو اخستلو لپاره تر لاسه کړی دی: ((د نړيوال بانک SBNRP يو او SBNRP دوه د پور هغه برخې دي، چې لومړۍ برخه يې دوه کاله دمخه بشپړه شوې، خو دويمه برخه يې دا ده، چې د واک له تشې په استفادې سره د دې پور لپاره پروژه پرې ډيزاين شوې ده.))
معلومات په ډاګه کوي، چې همدا اوس په کانونو وزارت کې تر ۴۰ پورې د نړيوالو مرستو مديريت کوونکي بهرني سلاکاران هم شته، چې کولای يې شول دغه پروژه په وړيا ډول په کم وخت کې ډيزاين کړي: ((همدا اوس په کانونو وزارت کې د (يو. اس. ای. ډي) د ۹۰ ميليونو ډالرو مرستې مديريت کوونکي، د (ډي. اف. ای. ډي) د څلور ميليونه يورو مديريت کوونکي او د (جې. ای. زيډ) د لس ميليون ډالري مرستې مديريت کوونکي او سلاکاران دې ته چمتوو وو، چې په دې برخه کې يې له امتياز پرته مرسته کړې وای.))
ياده پروژه له دوو مياشتو راپدېخوا قرارداد شوې او ويل کېږي، چې د اتو مياشتو په اوږدو کې به يې کارونه بشپړ شي.
د کانونو وزارت سرچينه چې د نوم له اخستو ډډه کوي وايي، دغه پروژه د کانونو وزارت د پخواني وزير وحيدالله شهراني د کسانو او د ماليې وزارت يوه معين خپلو خپلوانو ته ورکړل شوې او دوی پکې ونډوال دي.
د کانونو د برخې متخصصين وايي، د اړيکو ياده ستراتيژي تر ۱۰۰۰۰ ډالرو پورې د وزارت د متخصصو کسانو له لوري د يوې مياشتې په ترڅ کې جوړېدای شوای. دوی زياتوي، په دوه عشاريه دوه ميليون ډالرو د يوه هېواد په کچه ستراتيژي جوړېدای شي.
د دې برخې د ماهرينو په وينا، په کانونو وزارت کې ګڼې داسې پروژې شته، چې ګټه يې د دې پر ځای چې حکومت ته ورسېږي، شخصي جيبونو ته ځي.
په دې اړه د کانونو وزارت وياند رفېع صديقي له څه ويلو ډډه وکړه.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcirqazvt1auq2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته