دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۵ جدی ۱۳۹۵ ساعت ۰۰:۱۷
د مطلب کود : 136120
د سوداګرۍ نړیوال سازمان له غړیتوبه باید ګټه پورته کرو
د سوداګرۍ او صنایعو خوني مسوولین وايي، د سوداګرۍ د نړیوال سازمان غړیتوب مو تر لاسه کړی؛ خو له امکاناتو يي ګټه نشو پورته کولی.

  د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، ۲۰۱۶ کال پای ته رسیدلی؛ خو د سوداګرۍ نړۍ وال سازمان ته د افغانستان استازی ندی معرفی شوي.

  د سوداګرۍ او صنایعو خوني مرستیال وايي، په د بلیو تي او کې د افغانستان د استازي اړتیا احساسیږي؛ خو اوس هم د افغانستان استازی په دې سوداګریز سازمان کې نشته.

  دسوداګرۍ او صنایعو خونی مرستیال خانجان الکوزی وایي، حکومت باید په دې سازمان کې یو قوی ظرفیت رامنځ ته کړی.

  هغه زیاتوي، مونږ د دې سازمان غړي یو؛ خو تر اوسه مو ګټه نه ده پورته کړې.

  د سوداګرۍ او صنایعو وزارت بیا دغه ستونزه مني؛ خو وایي، چې د استازي د نه ورپېژندو د ځنډ یو خنډ د دغه پوست نه شتون دی.

  د دغه وزارت ویاند وايي، اوس دغه پوست ته تشکیل رامنځته شوی او ډېر ژبه د حکومت استازي ورواستول شي.

  د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند مسافر قوقندي په بشپړ ټینګار وویل، حکومت به دغه پوست لپاره ډېر ژر خپل استازی معرفی کړي. مخکي ورته تشکیل نه و؛ نو، څکه افغانستان هلته استازی نه د رلوده. اوس به ډېر ژر دغه ستونزه حل شي.

  د سوداګرۍ او صنایعو خو نه وايي، چې د دغه سازمان له مزا یا وو هیڅ ګټه نده پورته شوې؛ خو د سوداګرۍ او صنایعو وزارت بیا وايي، د دغه سازمان غړیتوب ترلاسه کول د پانګونې لپاره د افغانستان نړیوال اعتبار ډاډمن کړی دی.
https://avapress.com/vdcirqazut1apz2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته