دخپریدو نیټه :شنبه ۳۰ ثور ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۰۷
د مطلب کود : 143221
چین په کاسا زر او تاپي پروژو کې د پانګونې لیوالتیا لري
په کابل کې د چین سفیر ویلي، چې چین په کاسا زر او تاپي پروژو کې د پانګونې لیوالتیا لري؛ ځکه، چې په سیمه ییزو پروژو کې افغانستان د چین په لومړیتوب کې دی.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژآنس د خبرله مخی، په کابل کې د چین سفیر یو جینګ په ډاګه کړې، چې په افغانستان کې د پانګوني لپاره بشپړ فرصتونه شته او پانګوال مو لیوالتیا لري، چې د افغانستان په لویو سیمه ییزو پروژو کې لکه کاسا زر او تاپي پروژې په پلي کیدو کې پانګونه وکړي.
دی زیاتوي، د چین او افغانستان تر منځ د اقتصادي همکاریو لړۍ ښه پرمخ روانه ده.
دی وايي، چې د چین او افغانستان ترمنځ د هوایي پروازونو زیاتوالی، له ریل پټلۍ سره نښلیدل او د نوري فیبر پروژو پلي کیدل د بد خشان له لارې دا ټول اقتصاډي فعالیتونه دي، چې د دواړو هېوادونو د پرمختګ سسب به شي.
د یوجینګ په وینا؛ مونږ غواړو په افغانستان کې د اقتصادي لار څخه ثبات ته ورسیږو. کله، چې خلکوته د کار زمینه برابره شي؛ نو پخپله سو له او امن هم راځي.
د یادونې وړده، چې د چین او افغان حکومتونو چارواکو ویلي، چې د دواړو هېوادونو تر منځ به ډېر ژر د اقتصادي فعالیتو نو یو ګډ او نوی فصل پرانستل شي او په پراخه توګه به اقتصادي پروژې هم پلي شي.
چین په افغانستان کې منظم اقتصادي پرمختګونه د ثبات او اقتصاد دغوړیدو لامل بولي.
https://avapress.com/vdcirpazzt1a5r2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته