دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۴ قوس ۱۳۹۶ ساعت ۱۲:۳۰
د مطلب کود : 154328
"م.م": راتلونکی کال ۳ میلیونه او ۳ لکه افغانان بېړنیو مرستو ته اړتیا لري

ملګري ملتونه وايي چې په ۲۰۱۸ میلادي کال کې به درې میلیونه او درې لکه افغانان بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

په هغه رپوټ کې چې پرون دوشنبه  ملګرو ملتونو خپور کړ ویل شوي چې په افغانستان کې د جګړې له امله کورني بې ځايه شوي او له ایران او پاکستانه ستنېدونکي افغانان مرستو ته ډېره اړتیا لري.

ملګرو ملتونو وویل، په افغانستان کې یوازې په اکټوبر کې د وسله‌والو طالبانو د جګړې له امله ۳۶۰ زره کسان بې کوره شوي دي.

لږ تر لږه نهه لکه افغانان چې د جګړې له امله بې کوره شوي.

د رپوټ په حواله، لږ تر لږه ۵۶۰ زره افغان کډوال له ایران او پاکستانه سږ کال خپل هېواد ته ستانه شوي چې په افغانستان کې د بېړنیو مرستو لپاره اړتیا يې لا زیاته کړې ده.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د هماهنګۍ ادارې ویلي چې لږ تر لږه نهه لکه افغانان چې د جګړې له امله بې کوره شوي، په ناوړه وضعیت کې په کمپونو کې اوسي.

دا په داسې حال کې ده چې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ "یو.اېن" د افغانستان د چارو مشرې، فتیحه عبدالله تېره اوونۍ نړیوالې ټولنې د مرستې غوښتنه وکړه.

فتیحه عبدالله زیاته کړه: "«یو، اېن، اېچ، سي، ار» خېمې او د نورو موادو مرستې کوي خو په دې برخه کې نړیوالې مرستې هم مهمې دي. موږ د افغانستان له حکومت سره مرستو ته متعهد یو او له نورو مرسته کوونکو ادارو مننه کوم."

ملګري ملتونه وايي، ۴۰ فیصده کوچنیان د ودې لپاره لازم شرایط نه‌لري او په افغانستان کې د داسې ناروغیو له امله چې درملنه یې په اسانۍ ممکنه ده، د کوچنیانو د مړینې شمېر د نړۍ په کچه ډېره لوړه ده.

د ملګرو ملتونو د رپوټ په حواله، په افغانستان کې د روان میلادي کال په لومړیو نهو میاشتو کې لږ تر لږه ۲۴۸۰ کوچنیان د جګړې له امله وژل شوي او ۶۰ فیصده کوچنیان له روانې ناکرارۍ ځورېدلي، ځکه د کورنیو غړي يې وژل شوي یا په دوامدار ډول په وېره کې اوسي.

نهو میاشتو کې لږ تر لږه ۲۴۸۰ کوچنیان د جګړې له امله وژل شوي.

د ملګرو ملتونو په اټکل، د افغانستان د ۳۴ نیم میلیونه وګړو ۳۹ فیصده د فقر د کرښې لاندې ژوند کوي، ۱۰ میلیونه افغانان ابتدايي روغتیايي خدمات نه‌لري او نېږدې دوه میلیونه افغانان په داسې سخت فقر کې چې حتی د خوراک لپاره څه نه شي موندلای، اوسي.
ملګرو ملتونو په خپله کلنۍ څېړنه کې چې سږ دوبی خپره شوه، افغانستان د هغو هېوادونو له ګڼې واېست چې جګړه په کې پای ته رسېدلې او د هغو هېوادونو په کتار کې يې شامل کړ چې جګړه په کې روانه ده.

ملګري ملتونه وايي، د افغانستان د وګړو تر نیمايي زیاته برخه چې ښايي ۱۴ میلیونه وګړي وي، په هغو ولسوالیو کې اوسېږي چې وسله‌والې نښتې پکې روانې دي او امنیت يې خراب دی.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس (آوا)
https://avapress.com/vdcir5azvt1awp2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته