دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲ حوت ۱۳۹۵ ساعت ۰۸:۴۸
د مطلب کود : 138362
په غزني کې د القاعدې مهم غړي وژل کېدل
د القاعدې مهم غړی، سیف‎الله اختر د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو په پوځي عملیاتو کې وژل شوی دی.
د افغان غږ خبری آژانس د خبر له مخی: ملي امنیت لوی ریاست د خبرپاڼې په خپرولو سره روان زیږدیز کال په جنوري میاشت کې د غزني په ناوې ولسوالۍ کې د القاعدې د یوه مهم غړي له وژل کېدو خبر ورکوي. خبرپاڼې زیاته کړې ده چې سیف الله اختر د طالبانو د رژیم پر مهال په افغانستان کې د پاکستاني جګړه مارو مشري کوله او د ۳۰ زرو په شاوخوا کې پاکستاني اورپکي یې منځنۍ آسیا ته د جګړې لپاره په افغانستان کې راغونډ کړي وو. ویل شوي:"ده هغه مهال په بګرام کې د القاعده له اوسني مشر ایمن الظواهري سره په ګډه د ترهګرو د یوه مهم مرکز مشري هم په غاړه درلوده او په دې سربېره یې په ریشخور کې د بهرنیو ترهګرو د یو نظامي کمپ سرپرستي کوله." د ملي امنیت خبرپاڼه وړاندې کاږۍ:"سیف الله اختر دوه ځله په پاکستان کې نیول شوی وه، خو د یاد هېواد د سیمې د چارواکو له خوا په زور دواړه ځله له زندانه خوشي او افغانستان ته د جګړې لپاره را ولېږل شو." خبرپاڼې همداراز په پای کې زیاته کړې ده چې نوموړی له ډېرې مودې راهیسې د افغانستان دولت پر ضد د پاکستاني وسله‎والې ډلې مشري کوله.
https://avapress.com/vdciqvazrt1app2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته