دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۷ میزان ۱۳۹۳ ساعت ۱۳:۴۸
د مطلب کود : 100660
د اروپا د پارلمان مشر د پي کې کې د وسله وال کولو ملاتړ وکړ

د رویټرز د راپور له مخې د اروپا د پارلمان مشر مارتین شولتز وویل د داعش په وړاندې باید د کردستان د کارګرانو ګوند وسله وال په نویو وسلو سمبال شي او ترکیه هم باید په دې برخه کې د اروپا له امنیتي سازمانونو سره له نږدې ملګرتیا وکړي.
پې کې کې کلونه کیږي چې د ترکېې د دولت پر ضد په جګړه بوخت دي او د کرد میشتو سیمو خپلواکي غواړي
 تر دې وړاندې هم لودیځ د عراق کردان د داعش په وړاندې په نویو او پرمختللو وسلو سمبال کړي ؤ
شولتز پر اردوغان هم سختې نیوکې وکړې او زیاته ېې کړه ترکیه باید د داعش په وړاندې څرګند دریځ خپل کړي
هغه له ترکېې وغوښتل د داعش په وړاندې په مستقیم او قدرتمندانه ډول مبارزې ته مخه کړي
شولتز وویل ترکیه باید دهغو ترهګرو مخه هم ونیسي چې غواړي د دې هیواد له لارې اروپا ته لاړ شي.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdciquazut1auq2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته