دخپریدو نیټه :يکشنبه ۴ حمل ۱۳۹۲ ساعت ۰۹:۴۹
د مطلب کود : 61086
ولسمشر حامد کرزی قطر ته ځي
د جمهوري ریاست چارواکي وايي چې؛ جمهور رییس حامد کرزی د قطر د امیر په بلنه په نږدې راتلونکې کې دې هیواد ته سفر وکړي.
د جمهور رییس ویاند ایمل فیضي ازادي راډیو ته وویل چې؛ په دې سفر کې به له قطري چارواکو سره په دوه اړخیزو اړیکو په دوحې کې طالبانو ته د دفتر د پرانستل کیدو په اړه خبرې وشي:
د افغانستان جمهور رییس څه موده مخکې په لند کې د افغانستان، پاکستان او بریتانیا په درې اړخیزه غونډه کې موافقه وکړه چې؛ په دوحه کې به طالبانو ته دفتر پرانستل کیږي.

افغان چارواکو له پخوا ویلي چې؛ دغه دفتر باید د افغانستان او قطر د حکومتونو ترمنځ د یوې موافقې له مخې پرانستل شي.
خو د دغې موافقې د لاسلیک کیدو په اړه تراوسه د پام وړ پرمختګ نه دی لیدل شوی.
افغان چارواکي غواړي، په دې اړه تضمین ترلاسه کړي چې؛ دغه دفتر به یوازې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو یو ځای وي او همداراز له هغې څخه به له دې پرته د کوم بل هدف لپاره کار نه اخیستل کیږي.
د طالبانو ځینې پخواني چارواکي قطر ته د جمهور رییس راتلونکې سفر مهم بولي.

د دې ډلې یوه پخواني قومندان سید اکبر اغا چې اوس د سولې له پروسې سره یو ځای شوی، په دې اړه ازادي راډیو ته وویل، دوه ټکي مهم دي، یو د طالبان قناعت حاصلول او دویم، په قطر کې د دفتر تر پرانیستولو وروسته مخلصانه عمل کول، چې هر سړی د خپلو منافعو پرځای د ملت پر منافعو فکر وکړي.
ښاغلي اکبر اغا په دې هم ټینګار وکړ چې؛ باید د اعتماد د رامنځ ته کیدو لپاره د افغانستان او امریکا حکومتونه د طالبانو د زندانیانو د پریښودو لپاره اقدامات وکړي.

د افغانستان چارواکو پخوا ویلي و چې تر څو پورې طالبانو له افغان دولت سره مذاکراتو ته غاړه نه وي ایښي، په قطر کې به هغوی ته د دفتر له پرانستل کیدو سره موافقه ونه کړي.

خو جمهور رییس ددې دفتر په اړه د خبرو لپاره په داسې حال کې دوحې ته د سفر نیت کړی چې طالبانو لا هم په ډاګه نه ده منلې چې د افغانستان له دولت سره خبرو ته تیار دي.

په قطر کې د طالبانو لپاره د دفترد پرانستل کیدو ابتکار په لومړي سر کې د طالبانو او امریکا د پټو خبرو نتیجه ده او د طالبانو استازي له مخکې په رسمي توګه د دې دفتر د پرانستل کیدو لپاره دې هیواد ته رسیدلي دي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdciquaq.t1azv26kct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته