دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۷ جدی ۱۳۹۵ ساعت ۰۴:۳۳
د مطلب کود : 136661
عبدالحکیم مجاهد د سولې عالي شورا له غړیتوبه لیرې شو
له هغې وروسته، چې عبدالحکیم مجاهد د تېرو او اوسني حکومتونو په وړاندې له اندېښنې ډکې څرګندونې وکړې؛ د سولې عالي شورا له غړیتوبه لیرې کړ شو.
د افغان غږ خبری آژانس آژانس د خبرګزاری له مخی : اجرائیه ریاست اعلام کړې، چې د ملي وحدت حکومت د رهبرۍ په پرېکړه عبدالحکیم مجاهد د خپلو بې مسوولیته څرګندونو له مخې نور نشي کولی د سولې عالي شورا د غړي په توګه کار وکړي.

عبدالحکیم الله مجاهد د پنجشنبې په ورځ د افغانستان د مطالعاتو څېړنیز مرکز د پرانستې په مراسمو کېطالبان فرښتې؛ داکتر نجیب خاین او قاتل، احمدشاه مسعود بغاوتګر، د استاد برهان الدین رباني حکومت د ناورین رامنځته کوونکی او اوسنی نظام افراطي او نامنلی وګاڼه.

د هغه په وینا؛ طالبان د یووالي او امنیت د تامین لپاره د نجیب او برهان الدین رباني له حکومتونو سره وجنګیدل.

هغه داهم ویلي، د طالبانو د اوسنۍ جګړې موخه هم د افغان دولت د افراطی کړنو مخنیوی دی.

د نوموړي دغو خبرو بېلابېل غبرګونونه راوپارول او د بلخ والي عطامحمد نور له ولسمشره وغوښتل، چې نوموړی بندي او محاکمه کړي.

ولسمشرۍ ماڼۍ هم په دې اړه په یوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې؛ هیچا ته به اجازه ورنه کړي، چې د ښځو او ماشومانو وژونکي فرشتې وګڼي.

مجاهد په ډاګه کړې، چې له خبرو یې ناسمه اخیستنه شوې ده؛ طالبان تر هغه وخته د سولې فرشتې وې، چې له تېرو نظامونو سره جنګیدل.

مجاهد تر ننه د سولې عالي شورا مشاورو، یوه دوره یې د همدې شورا سرپرستي کړې او د طالبانو د امارت پر مهال په نیویارک کې یې د طالبانو د استازي په توګه دنده تر سره کړې ده.

د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو د انستیتوت تازه ارزونې ښیي،چې له طالبانو سره د دولت د سولې خبرې ناکامه شوي او د سولې یوازینۍ لار د دغې ډلې له منځه وړل ښودل کیږي.
https://avapress.com/vdciqqazzt1apq2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته