دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۴ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۱۳:۱۱
د مطلب کود : 156966
په پکتیکا کې د طالبانو لسګونو کسانو وژل کیدنه
په پکتیکا کې سیمه ایز چارواکې وایی چی د خارجی ځواکونو بیلابیلونو هوایی بریدونو په ترڅ کې، لږ تر لږه ۶۵ تنه طالبان په دی ولایت کې وژل شوی دی.
د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره او د رسنیو څخه په نقل سره، محمد عظیم هاشمی؛ د پکتیکا ولایت پولیسو قومانده، د سه شنبه په ورځ وویل چی د خارجی ځواکونو الوتکې شنبه ورځې په شپه په دوو بیلابیلو بریدونو کې د برمل او نیکه ولسوالیو کې، طالبان تر برید لاندی نیولی دی چی په نتیجه کې یی ۶۵ تنه طالبان وژل شوی او ځینی نور ټپیان شوی دی. د پکتیکا پولیسو قومانده په وینا په دی بریدونو کې، دوه پټنځایونه، موټران او طالبانو جنګ وسیلی هم له منځه وړل شوی دی. ښاغلی هاشمی زیاته کړه چی دا برید د پکتیکا ولایت او ولسوالیو امنیت تامین سره به مرسته وکړی. روشانه نه ده چی آیا ددی برید په جریان کې غیری نظامیانو ته زیان رسیدلی که نه. طالبان د امنیتی سرچینو ادعا ددی ځواکونو تلفاتو په اړه رد کړی دی.
https://avapress.com/vdciqqazqt1aw32.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته