دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۵ سنبله ۱۳۹۲ ساعت ۱۶:۴۴
د مطلب کود : 74686
د هلمند د پولیسو ټپي شوې مشرې په روغتون کې ساه ورکړه

چارواکي وایې، د هلمند د پولیسو مشرې چې پرون په لښکرګاه کې د نامعلومو وسله والو له خوا په ډزو ټپي شوې وه، تیره شپه یې په روغتون کې ساه ورکړه.
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وایې، چې پر دوهم څارن نګارې د برید په تور یې څوک نه دي نیولي خو د دوی څیړني دوام لري.
اخوا د بلخ سیمه ییز چارواکي وایې، چې په مزار شریف کې د دوو ښځو جسدونه موندل شوي دي.
د بلخ د امنیه قوندانۍ ویاند شیر جان دراني نن په مزار شریف کې خبریالانو ته وویل، چې د دې ښځو هویت تر اوسه ندی معلوم او په وینا یې هغوی زندی شوي دي.
په یو بل خبر کې اورئ چې؛ د کورنیو چارو وزارت مسولین وایې په بغلان کې د قاري نعیم په نامه د وسله والو طالبانو یو لوړ پوړی قومندان نیول شوی دی.
د دې وزارت ویاند صدیق صدیقي نن آزادي راډیو ته وویل، چې نیول شوي کس د بغلان د انارخیلو په ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو د یوې سل کسیزې ډلې مشري کوله.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdciqqay.t1a5v26kct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته