دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۳ عقرب ۱۳۹۶ ساعت ۲۲:۱۲
د مطلب کود : 153068
عربستان او په ماتې باندی محکوم سناریوګانې
عربستان سعودی د عرب اتحادیه غړیو هیوادونو د خارجه وزیرانو اضطراری ناستی جوړیدو غوښتونکی سوی دی ترڅو د ایران مداخلو په اړه په سیمه کی خبری وکړی. دا ناسته په راتلونکی اونۍ کی په قاهره کی جوړیږی. دا په داسی حال کی چی رفیق حریری؛ د لبنان لمړۍ وزیر چی سعودی ملاتړ لاندی دی، په دی اخیرو کی ریاض ته په سفر کی د یو ویدیویی فایل په خپرولو سره د ایران او حزب الله عملکرد څخه نیوکې وکړی او خپل سمت څخه لیری سو او استعفایی ورکړه. همدی وخت کی د یمن انصارالله ځواکونه، ریاض هوایی ډګر لوری ته موشک وتوغوله چی سعودی چارواکی دا برید د ایران مسقیم برید وبلل. ددی برید په ترڅ کی، سعودی په مشرتابه ائتلاف د انصارالله تر کنترول لاندی ټول سیمی دریایی او ځمکنې او هوایی مرزونه وتړل. حوثیان د یکشنبه په ورځ اخطار ورکړ چی امکان لری ددی محاصری په ترڅ کی، د دشمن هیوادونو تیل ایستونکو او کشتیو باندی برید وکړی. دا د سعودی رژیم لمړۍ هڅه د ایران په وړاندی د دسیسه جوړونی لپاره نه دی. د سلمان بن عبدالعزیز په قدرت رسیدو سره د ایران په وړاندی د سعودی رژیم فتنه ګری او جنګ او نفاق او نیرنګ سناریوګانی ډیر سوی دی. خو بیا هم دا سعودی عربستان دی چی ماته خوړلی دی. د سوریه په جنګ کی تکفیری تروریستان په دیر مفتضحانه ډول سره ماته خوړلی دی او اوس آخری پاته شونی یی د تیښتې یا هم مرګ په حال کی دی. د یمن په جنګ کی د د سعودی قدرت نظامی او مالی مرستو او امریکا او اروپا او اسراییل او سازمان ملل او بشری غربی حقوقی سازمانونو ملاتړ سربیره، سعودی عربستان حتی خپل لمړنیو اهدافو ته هم نه دی رسیدلی. په یمن کی د یمن حیاتی زیرساخت او ډیر زیرمی د سعودی رژیم کورکورانه بومونو اچولو سره له منځه تللو سربیره، حتی په لږه اندازه هم د یمن انقلابی ځواکونو قدرت بالخصوص انصارالله قدرت څخه څه نه دی کم سوی او نور هم ډیر سوی دی چی ریاض هوایی ډګر باندی د هغوی اخیر موشکی برید ددی کار شکاره نشانه ده. د قطر سره د اړیکی پریکیدله ددی پرځای چی عربستان سره په سیمه کی د ایران قدرت تضعیف مقصد سره مرسته وکړی، په اعراقو کی د نفاق او فتنه مرزونه نور هم پراخ کړ اوپه دی اساس، د خلیج فارس همکاری شورا ګانی او عرب اتحادیی د سقوط تر حده ورسوله. د نوی ظاهزاده اخیر فتنه رامنځته کونه په لبنان کی هم ددی پرځای چی حزب الله له منځه تللو سره مرسته وکړی، ریاض رژیم لپاره افتضاح او رسوایی باندی ختم سو. اوس حتی د ریاض رژیم ملاتړ لاندی متحدان په لبنان کی د ریاض څخه ناراضه دی او ددی ادعا کوی چی ریاض، سعد حریری نیولی دی او هغه استعفا د فشار لاندی ترسره سوی دی. د هغوی په باور عربستان په دی لټه کی دی چی په لبنان کی بل داخلی جنګ رامنځته کړی؛ همغه څه چی سید حسن نصرالله؛ د حزب الله مشر هم د هغه څخه پرده پورته کړ او وویل چی عربستان د اسراییل څخه غوښتی دی ترڅو لبنان باندی برید وکړی او لګښت به یی هم ریاض ورکړی؛ خو امریکا او اسراییل دداسی خطر سره مخامخ کیدو څخه خودداری کړی دی. امریکا اعلان کړ چی د واشنګتن په نظر، سعد حریری همداسی د لبنان لمړۍ وزیر دی. د پوهانو په باور، دا اقدامات هم د محمد بن سلمان په مستقیم امر باندی ترسره سوی دی او ریاض رژیم راتلونکی په وړاندی خطرناکه ماته قرار ورکړی دی. په دی منځ کی، ددی شک نسته چی حتی د ریاض دا تازه غوښتنه د ناستی لپاره هم کار به ونه وکړی او د همدی اوس څخه په ماتی باندی محکوم دی. د سعودی قدرت او نوم غوښتونکی نوی شاهزاده، سعودی په ډیر تیز حالت سره سقوط او اضمحلال لوری ته بیایی.
https://avapress.com/vdciqpazvt1awu2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته